اندونېزيا: سياسي زندانيان
۱۳۸۵ اسفند ۲۳, چهارشنبهد هيومن رايټس واچ په ۴٣ مخيزراپورکې مستندشوي، چې د اندونېزياحکومت څنگه د جزا د قانون په مرسته، اوس هم د پخواپه شان، هغه وگړي تعقيبوي، کوم چې په سوله ايزډول د ) پاپوا ( د خپلواکۍ پلوي کوي. پردغوزنداني وگړوباندې چې سوله ایزفعالېتونه کوي، لکه د بېرغونوپورته کول يا د ) پاپوا ( د خپلواکۍ لپاره په سوله ايزوغونډوکې برخه اځيستنه، د ملي خيانت يا د حکومت پرضدپه خلکوکې د کرکې رامېنځته کولوتورونه لگول کېږي.
له آزاديوپرته ډيموکراسي
د ) هيومن رايټس واچ ( د آسيا د څانگې مدير برېډ » اېډمز « وايي: » اندونېزيا ادعاکوي چې يو ډيموکراټيک هېوادشوی دی، مگرپه ډيموکراټيکودولتونوکې خلک د په سوله ايزډول نظرڅرگندولوله کبله نه زنداني کېږي. د عقيدې آزادي، د غونډوجوړولواوائتلاف کولوآزادي په ) پاپوا ( کې د سياسي فعالينولپاره، اوس هم د پخواپه شان، نادرشيان دي. «
د محکمو منفي رول
د ) پاپوا ( محکمو د ملي خيانت اولمسونو د تورونوپه دعواووکې منفي رول لوبولی دی. په تقريباًټولوهغو دعواووکې چې د ) هيومن رايټس واچ ( په راپورکې يې يادونه شوې، محکمو د داسې جزاووحکمونه کړيدي چې د څارنوالۍ تروړانديزلاسختې وې، که څه هم چې د تورنووگړو» جنايات « د سياسي عقيدې د آزادۍ مُجازاوسوله ايزاعمال وو.