1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
کډوالياندونیزیا

اندونیزيا: د زرونو افغان مهاجرو برخليک ناڅرگند دی

۱۴۰۳ خرداد ۳۱, پنجشنبه

ډېر شمېر افغانان له څو کلونو راهېسې په يوه دريمګړي هېواد کې د مېشتېدو په انتظار په اندونیزيا کې بند پاتې دي. له دوی څخه یې ډېری مهاجر استراليا ته د رسېدو په هدف اندونیزيا ته تللي خو له کلونو راهېسې یې برخليک معلوم نه دی.

https://p.dw.com/p/4hJkG
آرشيف انځور: په اندونیزيا کې د میشتو افغانانو احتجاج
آرشيف انځور: په اندونیزيا کې د میشتو افغانانو احتجاجانځور: Tatan Syuflana/AP/dpa/picture alliance

د مهاجرو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کميساري (يو ان اچ سي آر) ويلي دي چې په اندونیزيا کې له دې سازمان سره ۱۲ زره او ۲۹۵ تنه مهاجر ثبت دي چې يو په دريمه برخه یې ماشومان دي او زده کړو او روغتيايي مرستو ته بشپړ لاس رسی نه لري.

د يادې کميسارۍ شمیرې ښيي چې له دې مهاجرو څخه یې ۵۷۳۲ د افغانستان هغه اتباع دي چې له کلونو راهېسې په نورو هېوادونو کې د ځای پر ځای کيدو په انتظار په اندونیزيا کې بند پاتې دي.

د رحيمه فرهنګ دوست، په نوم يوه افغانه میرمن چې له جاکارتا څخه کابو ۶۰ کيلومتره لیرې پرتې سيمې بوګور کې ژوند کوي، له ۲۰۱۴م راهېسې په اندونیزيا کې ده. هغه وايي تر هغه وروسته یې د هېواد د پرېښودو پريکړه وکړه چې طالبانو د افغانستان په جنوب ختیځ کې په پروت د هغې په ټاټوپي کې د معلمې او نرسې په توګه د نوموړې د کار مخه ونیوله.

فرهنګ دوست، وايي چې پنځه کاله په افغانستان کې د کورنۍ يوه غړي له دې سره مالي مرسته کوله خو بيا په جګړه کې د هغه د مړينې له کبله دا اوس ملاتړ کوونکی نه لري او مجبوره شوې ده چې د ملګرو ملتونو د عالي کمیسارۍ مياشتنۍ مالي مرسته ترلاسه کړي. 

دا افغان مهاجره وایي: «ما اورېدلي ول چې پروسه چټکه ده او دوه يا درې کاله وروسته موږ نورو ځایونو ته انتقالوي. له همدې کبله اندونیزيا ته راغلم. خو ډېره اوږده شوه او اوس لس کاله کیږي. زه په رښتيا چې ډېره خفه يم. په افغانستان کې دې مړه وای خو چې اندونیزيا ته نه وای راغلې.»

که څه چې اندونیزيا د ملګرو ملتونو د مهاجرت د ۱۹۵۱ کنوانسيون او د ۱۹۶۷م کال پروتوکول نه دی لاسليک کړلی، خو د مهاجرو د کوربتوب اوږده سابقه لري. دغه هیواد البته مهاجرو او پناه غوښتونکو ته د کار اجازه نه ورکوي.

د ملګرو ملتونو د مهاجرت عالي کميساري وايي چې له ۴۰ هېوادونو تر ۱۲ زره ډېر پناه غوښتونکي د اندونیزيا د قانون پر اساس د مهاجرو په توګه ثبت دي چې اکثريت یې د افغانستان دي.

په اندونیزيا کې د «يو ان  ایچ سي آر» استازې ان مايمان، وايي: «د بيرته ځای پر ځای کولو پروسه چټکه نه ده..... ځکه چې په دې تړاو پريکړه کول د يو ان اچ سي آر کار نه دی. موږ نه شو کولای په دې اړه پريکړه وکړو چې یو مهاجر دې يوه هېواد ته ولاړ شي.»

مايمان، وايي چې په اندونیزيا کې په اوسني سیسټم کې د مهاجرو په وضعيت کې د ښه والي په اړه اطمنان نه شي ترلاسه کيدلی، په ځانګړي توګه د هغو له پاره چې په نورو هېوادونو کې نه ځای پر ځای کيږي.

هغې وويل: «دا دقيق هغه کار دی چې موږ یې بايد ترسره کړو او په اندونیزيا کې د میشتو مهاجرو وضعيت ښه کړو، ځکه نورو هېوادونو کې ځای پر ځای کول يوازنۍ حللاره نه شي کيدلی: ځکه چې دا يوازنی حللاره نه ده، له دې کبله چې هغوی ټول په نورو هېوادونو کې نه ځای پر ځای کيږي.»

ب. ص/ ا.ا (AP)

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل