1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهپاکستان

انترپول: له ۱۷۰۰ ډېر کسان مو د وسلو د قاچاق په تړاو نيولي

۱۴۰۲ آذر ۲۵, شنبه

انترپول وايي چې د لسو آسیايې هېوادونو څه باندې ۱۷۰۰ اتباع ېې د وسلو د قاچاق په تور نيولي دي. په دې منځ کې د پاکستان نوم هم اخیستل شوی چې تر ډېره ورته له افغانستانه وسلې او مهمات قاچاق کيږي.

https://p.dw.com/p/4aExt
د فرانسې په لیون ښار کې د انترپول د دفتر ودانۍ
د فرانسې په لیون ښار کې د انترپول د دفتر ودانۍانځور: Andrew Matthews/empics/picture alliance

انترپول چې د پوليسو یو نړېوال سازمان دی، د جمعې په ورځ ېې د فرانسې په ميلون ښار کې وويل چې دغه شمېر افراد د وسلو د قاچاق ضد د یوه پراخ عملیات په ترڅ کې نيول شوي دي. له ۶۰۰ ډېر کسان د پاکستان او افغانستان تر منځ قاچاقو کې نيول شوي دي.

د آلمان خبري آژانس (dpa) په دې ارتباط ليکي چې انترپول په آسيا کې د «تيګر سلفو دوه» په نوم د لومړنيو عملیاتو په ترڅ کې څه باندې ۷۰۰ ميله وسلې او همدارنګه د وسلو په سلونو پرزې او له ۴۵۰۰ قطعو ډېرې ګولۍ او مهمات کشف او ضبط کړي دي.

دغه عملیات د نومبر د ۱۳ او ۲۴مې تر منځ ورځو په جریان کې د هېوادونو ترمنځ سرحدونو کې د غیرقانوني وسلو د لیږد راليږد بهیر د مخنيوي او د هېوادونو په سطحه د جنايي ډلو تر منځ د روابطو د مختل کولو، د وسلو د قاچاق د مخنيوي او د تروريستانو پر ضد اجرا شوي دي.

انترپول ويلي دي چې مرکزي، جنوبي او شرقي آسیا د وسلو د قاچاقچیانو په څېر افرادو له پاره يو ښه مقصد ځای ګرځېدلی دی، ځکه سپکې او کوچنۍ وسلې پکې ارزانه دي او هغو ته لاسرسی او بیا يې پټول او انتقال اسانه دی.

په دې منځ کې د پاکستان نوم یاد شوی چې ويل شوي په سلونو ميله وسلې، پوځي تجهیزات او مهمات په کې کشف شوي دي. اکثریت دغه وسلې په هغو علاقو کې چې افغانستان سره په ګاونډ کې پرتې دي، کشف شوي دي.

انترپول وايي هغه لارۍ چې د افغانستان او پاکستان تر منځ پر لارو باندې تګ راتګ کوي ورڅخه د وسلو او مهماتو په پټولو او انتقال کې استفاده کيږي. دغه نړېوال سازمان وايي دغه حالت د ۶۱۴ تنو د نیولو، د نوو تحقیقاتو د پيل او وضعیت ته د لا ډېر پام پر اړولو منتج شوی دی.

 (dpa)mks/mns

له آرشيف څخه:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب