د سوريايي مهاجرو د اخراج ممنوعيت ښايي وغځول شو
۱۳۹۷ آذر ۱۰, شنبهد آلمان د زاکسن انهالت ايالت د کورنيو چارو وزير هولګر شتال کنشت په ماګدابورګ کې د کورنيو چارو ايالتي وزيرانو د غونډې په پاې کې اعلان وکړ چې د آلمان د کورنيو چارو ايالتي وزيرانو د سوريايي مهاجرو د اخراج د ممنوعيت پر سر هوکړه کړې چې موده به يې ښايي د ۲۰۱۹م کال تر جون مياشتې پورې وغځول شي. هغه دغه راز د آلمان د بهرنيو چارو له وزارت څخه وغوښتل چې د سوريې د وضعيت په اړه دې تازه معلومات وړاندې کړي.
د زاکسن انهالت ايالت د کورنيو چارو وزير چې د دغې غونډې مشري يې پر غاړه درلوده، ټينګار وکړ چې که چيرته د سوريې وضعيت ښه نه شي، د سوريايي مهاجرو د اخراج ممنوعيت به په اتوماتيک ډول د راتلونکي کال تر پايه پورې وغځول شي.
په وروستيو اوونيو کې د دې احتمال ليدل کيده چې د سوريايي مهاجرو اخراج به منع شي، ځکه چې د آلمان د بهرنيو چارو وزارت يو داسې رپوټ ورکړی وو چې په کې ويل شوي وو چې هغه سوريايي مهاجر چې بيرته سوريې ته استول کيږي د خطر په معرض کې قرار لري. د دغه رپوټ پر اساس اخراج شوي سوريايي مهاجر تر خپل سرو شکنجو لاندې نيول شوي او د مرګ له ګواښ سره مخ دي.
مجرم مهاجر هم نه اخراجيږي
د آلمان د کورنيو چارو وزير هورست زيهوفر د آلمان د بهرنيو چارو وزارت د رپوټ وروسته وويل چې د سوريې هيڅ سيمې ته به د سوريايي مهاجرو اخراج ونه شي چې په دې مسئله کې مجرم سوريايي مهاجر هم شامل دي.
خو د سوريايي مهاجرو د اخراج پر ممنوعيت د حاکمو ګوندونو، سوسيال دموکرات او د آلمان مسيحي دموکرات ګوندونو تر منځ اختلاف شتون لري. د آلمان د کورنيو چارو هغه ايالتي وزيران چې له مسيحي دموکرات ګوند څخه دي، د آلمان پر کورنيو چارو وزير باندې فشارونه راوړي تر څو لږ تر لږه مجرم مهاجر سوريې ته اخراج کړل شي. دوی دغه راز ويلي چې د اخراج ممنوعيت دې د ۲۰۱۹م کال تر می مياشتې پورې تمديد شي.
خو د آلمان سوسيال دموکرات ګوند بيا غواړي چې د سوريايي مهاجرو د اخراج ممنوعيت دې د ۲۰۱۹م کال تر پايه پورې وغځول شي.
د نيدرزاکسن ايالت د کورنيو چارو وزير بوريس پيستوريوس چې له سوسيال دموکرات ګوند څخه دی، وويل چې ګوند يې د کورنيو چارو ايالتي وزيرانو له هوکړې سره ستونزه نه لري او ډاډه دی چې سوريايي مهاجر به لږ تر لږه د جون مياشتې تر ۳۰مې پورې نه اخراجيږي.
د مهاجرت پر موضوع له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: