1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

امنیت شورا: ‌د امنيتي پیښو باوجود اوربند ادامه لري

۱۳۹۹ خرداد ۹, جمعه

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویلي دي چې د اختر په ورځو کې اعلان شوی اوربند، لا هم ادامه لري. دا هم په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو ورځو کې ښکیلو دواړو لورو په یو لړ بریدونو کې یو بل ته د تلفاتو اړولو ادعاوې کړې دي.

https://p.dw.com/p/3cwqp
Javid Faisal Parlamentskandidat aus Kandahar
انځور: Privat

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل، پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي دي چې د اختر په ورځو کې د جګړې د دواړو اړخونو له لوري اعلان شوی اوربند اوس هم ادامه لري. فیصل په داسې حال کې دغه څرګندونې کړي دي چې په دې وروستیو ورځو کې په هیواد کې د امنیتي پیښو راپورونه ورکول شوي دي.

فیصل پر خپله ټویټر پاڼه ليکلي: «اوربند یو پیچلی عملیاتي اقدام دی چې د پیښو د مخنیوي له پاره دوامداره او د پام وړ همغږۍ ته اړتیا لري. دغه هڅې به ادامه ولري.»

دغه څرګندونې داسې مهال مطرح کیږي چې په دې وروستیو کې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین دویچه ویله ته وویل چې اوربند یوازې د اختر د دریو ورځو له پاره په پام کې نیول شوی وو. د نوموړي په خبره، د دایمي اوربند ټینګښت، د سولې په بین الافغاني مذاکراتو کې تر بحث لاندې نیول کیږي.

تر اوربند وروسته امنیتي پیښې

په افغانستان کې د اختر تر درې ورځني اوربند وروسته په هیواد کې د امنیتي پیښو راپورونه ورکړل شوي دي. د افغانستان امنیتي چارواکو ویلي وو چې په زابل ولایت کې یې د یوه هوايي برید په پایله کې ۱۸ تنه مخالفین وژلي دي. د پنجشنبې په ورځ، د افغانستان د حکومت یو شمیر سرچینو په پروان ولایت کې د اوه تنه حکومتي سرتیرو او همدا راز په فراه ولایت کې د اوه نورو حکومتي سرتیرو د وژل کیدو خبر ورکړی وو. که څه هم طالبانو په ښکاره د دغو بریدونو مسئولیت نه دی منلی، خو په یادو دواړو ولایتونو کې طالبان پراخ حضور لري.

دغه امنیتي پیښې داسې مهال پیښيږي چې د طالب زندانیانو د آزادولو د موضوع په تړاو د طالبانو یو پنځه کسیز تخنیکي پلاوی اوسمهال په کابل کې دی. د افغانستان حکومت د طالبانو له لوري د اوربند تر اعلان وروسته د ۲۰۰۰ طالب زندانیانو د آزادولو خبر ورکړ چې تر اوسه پورې له دې ډلې یې ۱۰۰۰ تنه آزاد کړي دي.

طالبانو هم د پنجشنبې په ورځ په بغلان او کندز ولایتونو کې له خپلو زندانونو څخه د ۸۰ تنه حکومتي سرتیرو د آزادولو خبر ورکړ. په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین په یوه ټویټري پیغام کې په دې هکله لیکلي: «نن په بغلان او کندز  کې د کابل ادارې ۸۰ تنه عسکر او پولیس د اسلامي امارت له زندانونو څخه خلاص شول. یاد بندیان د کاليو او فی نفر ۵۰۰۰ افغانۍ په ورکولو سره خپلو کورنیو ته واستول شول.»

تر دې وړاندې د افغانستان حکومت، د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون او افغانانو د دغه اوربند د غځیدو غوښتنه کړې وه. د افغانستان حکومت له طالبانو غوښتي ول چې د زندانیانو د آزادولو له پاره او د بین الافغاني مذاکراتو د پیلیدو له پاره، باید اوربند ادامه پیدا کړي.