1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

امریکا: په ۲۰۱۷م کال په نړیواله کچه ترهګر بریدونه کم شوي دي

۱۳۹۷ شهریور ۲۹, پنجشنبه

د امریکا متحده ایالاتو په وینا په ۲۰۱۷ م کال کې تر یو کال دمخه په نړیواله کچه د ترهګریزو بریدونو په شمیر کې ۲۳ سلنه کمښت راغلی دی. خو افغانستان د هغو پنځو هیوادونو په کتار کې دی چې تر ټولو ډیر بریدونه په کښې شوي دي.

https://p.dw.com/p/35CnV
Afghanistan Anschlag am Flughafen Kabul
انځور: Reuters/A. Masood

 

له واشنګټن څخه د آلمان خبري آژانس د رپوټ پر بسنټ د امریکا متحده ایالاتو په حواله په ۲۰۱۷ م کال کې د ۲۰۱۶م کال په پرتله په نړیواله کچه نږدې یو پر څلورمه برخه ترهګریز بریدونه کم شوي دي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ (د سپتمبر میاشتې په ۱۹مه) په خپور کړي رپوټ کې راغلي دي چې د ترهګریزو بریدونو شمیر په ۲۰۱۷ م کال کې تر هغې دمخه کال په پرتله ۲۳ سلنه ټیټ وو.

د دغه رپوټ له مخې په ۲۰۱۷ م کال کې په ټوله کې ۸۵۸۴ بریدونه شوي دي چې د تلفاتو شمیر یې هم تر دې د یوه کال مخکې شمیر په پرتله ۲۷ سلنه کم وو.

د دغه وزارت په وینا په نړیواله کچه په بریدونو کې د کمښت مهم فکتور دا دی چې تیر کال په عراق کې د ترهګریزو بریدنو او له امله یې د رامنځته شویو تلفاتو په شمیر کې د پام وړ کموالی راغلی دی.

په رپوټ کې زیاته شوې ده چې په ډیر شمیر هیوادونو کې د ترهګریزو بریدونو ګراف ټیټ شوی دی یعنې لږ بریدونه ثبت شوي دي.

خو په یو شمیر نورو هیوادونو کې بیا د دغو بریدونو شمیر لوړ وو، چې په هغو کې کینیا، سومالیا او بریتانیا شامل دي. د دغه رپوټ پر بنسټ ۵۹ سلنه ترهګریز بریدونه په پنځو هیوادونو افغانستان، هند، عراق، پاکستان او فلیپين کې ترسره شوي دي.

په رپوټ کې راغلی دي چې ډیری دغه بریدونه د «اسلامي دولت» یا داعش ترهګرې ډلې له خوا ترسره شوي دي. همدارنګه په ۲۰۱۷ م کال کې د ۲۰۱۶ کال په پرتله د دغې ډلې له خوا په ترسره شویو بریدونو کې ۲۳ سلنه کموالی رامنځته شوی دی. د «اسلامي دولت» ترهګرې ډلې نږدې ټولې هغه سیمې له لاسه ورکړي دي چې یو وخت د دوی تر کنترول لاندې وې.