1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سوریې د شخړې بر سر د امریکا او روسیې نوي جنجالونه

آژانسونه/ م.ج۱۳۹۵ شهریور ۲۸, یکشنبه

په ملګرو ملتونو کې د امریکا متحده ایالاتو استازې، د ایتلافي ځواکونو په هوایي برید کې د سوریې د پوځ سرتیرو تر وژل کیدو وروسته «پښیماني» ښوولې ده. خو هغې د روسیې له خوا د امنیت شورا د یوې بیړنۍ غونډې پر غوښتنې نیوکه کړې.

https://p.dw.com/p/1K4Pv
Kampfjet F-16 (Ausschnitt)
انځور: picture-alliance/dpa/R. Van Lonkhuijsen

په ملګرو ملتونو کې د امریکا متحده ایالاتو استازې سمنتا پوور، د هغه برید له کبله پیښیماني ښوولې ده چې د روسیې د ادعا له مخې په کې د سوریې د رژیم ۶۰ سرتیري وژل شوي دي.

پوور د شنبې په ورځ په نیویارک کې د ملګرو ملتونو یوې غونډې پر مهال تایید کړه چې امریکا متحده ایالات داسې برید ترسره کړی دی چې فکر یې کوه د «اسلامي دولت» ترهګرې ډلې یاغیان په نښه کوی. هغې ویلي دي چې امریکا تر هغه وروسته دغه عملیات ودرول چې د روسیې له خوا ورته خبر ورکړل شو چې د برید په پایله کې سوریایي سرتیري ژوبل شوي دي.

پوور وویل: «موږ اوس هم معلومات ټولوو خو موږ په دې مرحله کې دا خبره تاییدولی شو چې امریکا متحده ایالاتو داسې عملیات ترسره کړي دي چې باور یې لره د اسلامي دولت اهداف په نښه کوي.»

دغې امریکايي چارواکې زیاته کړه: «موږ تر هغه وروسته عملیات ودرول چې د روسیې له خوا خبر راکړل شو چې امکان لري موږ د سوریې د رژیم سرتیري او موټرې په نښه کړې وي.»

تر دې مخکې د روسیې پوځ یوه بیانیه خپره کړه په کې راغلي وو چې دوو F-16 او دوو A-1 ډوله جټ الوتکو چې د جهادیانو پر ضد نړیوال ایتلاف پورې تړلې وې، له عراق څخه د سوریې هوایي حریم ته داخل شوې او د سوریې د پوځ پر ضد یې بریدونه ترسره کړل. په بیانیه کې زیاته شوې ده چې دغه بریدونه د «دیر الزور» په اډه کې شوې دي چې د سوریې د رژیم ځواکونه د اسلامي دولت ډلې د جنګیالیو په محاصره کې وو. د بیانیې په حواله ۶۲ سوریایي سرتیري وژل شوي او په سلهاو تنه نور بیا ټپیان دي.

د سوریې د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې ملګرو ملتونو ته یې یو بیړنۍ پیغام استولی دی چې د امریکا متحده ایالاتو «تعرض» وغندي.

خو پوور بیا ویلي دي چې اوس هم د دغې پیښې په اړه څیړنې روانې دي: «موږ د پیښې په اړه څیړنې کوو. که روښانه شي چې موږ په رښتیا هم پر سوریایي پوځ باندې برید کړی دی، نو دا زموږ نیت نه وو، او موږ د کسانو د وژل کیدو له کبله خپله پښیماني څرګندو.»

د امنیت په شورا کې یوازې یو نمایش

خو پوور بیا د روسیې هغه غوښتنه یوازې یو نمایش بللی دی چې د پیښې له کبله یې د امنیت شورا یوه بیړنۍ غونډه راغوښتې ده.

هغې وویل: «له ۲۰۱۱ کال راهیسې د اسد رژیم په قصدي توګه پر ملکي اهدافو باندې په ویرونکي توګه منظم ډول بریدونه کوي. هغوی پر ملکي سیمو باندې یرغل کړی، د هغو بشري مرستو مخه یې نیولې ده چې د لوږې له کبله د مرګ له ګواښ سره د مخامخ شوو کسانو له پاره اړینې دي، او د داسې درملو مخه یې نیولې ده چې کیدای شي هغه ناروغي درمل کړي چې خلک یې له کبله مري. دغه توکې له موټرو کښته شوې دي او د سوریې د ځواکونو جیبونو ته لویدلې دي.»

هغې زیاته کړه: «خو بیا هم روسیې هیڅ کله د سوریې د دغو اقداماتو پر ضد قهر نه دی ښولی او نه یې هم د څیړنو غوښتنه کړې ده او نه یې کله د شنبې په شپه د امنیت شورا کومه بیړنۍ غونډه غوښتې ده.»

د پوور د څرګندونو په ځواب کې بیا په ملګرو ملتونو کې د روسیې استازې ویتالي چرکین، پر امریکا باندې سختې نیوکې وکړې او ویې ویل چې امریکا متحده ایالات په داسې نه سنجول شوي اقدامات کوي چې تر دې مخکې یې سابقه نه لرله.

چرکین روښانه کړه چې په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې ورته ویلي دي چې د هغه له خبرو سره لیوالتیا نه لري او له همدې کبله یې غونډه پریښوده.