1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فلسطین کې د امریکا د قونسلګرۍ پر سر جنجالونه

۱۴۰۰ آبان ۱۶, یکشنبه

د جوبایدن حکومت تصمیم نیولی چې د فلسطينیانو د کارونو له پاره په بیت المقدس کې خپله قونسلګري پرانیزي. دغه اقدام د اسرائيل له مخالفت سره مخ شوی دی. اسرائيل وايي دغه قونسلګري باید د اردن سیند لويديځې څنډې ته منتقله شي.

https://p.dw.com/p/42gob

په بیت المقدس کې د فلسطینانو چارو ته د رسیدګۍ له پاره د امریکا قونسلګري د امریکا د پخواني ولسمشر دونالد ترمپ په دوره کې رخصت شوې وه. ترمپ په عین وخت کې په اسرائيل کې د امریکا سفارت له تل ابیب څخه بیت المقدس ته انتقال کړ. د امریکا دغه اقدام د اسرائیل له هرکلي او د فلسطينیانو له مخالفت سره مخ شو.

د رويټرز خبري آژانس په خپل يو رپوټ کې دغه موضوع چې د بایدن حکومت اوس غواړی بیرته په بیت المقدس کي د فلسطینيانو له پاره خپله قونسلګرۍ فعاله کړي، تعقیب کړې ده.

فلسطينیان د بیت المقدس ختيځه سیمه، خپله راتلونکې پلازمینه ګڼي. له همدې کبله دوی بیت المقدس ته د امریکا د سفارت انتقال، د دواړو حکومتونو تر منځ د منځني ختیځ بحران د حل لارې ناقض بولي.

رويټرز په خپل رپوټ کې وايي چې د بایدن حکومت په دې هڅه کې دی چې د امریکا او فلسطينيانو تر منځ مناسبات ښه کړي، له همدې کبله غواړی خپله قونسلګري د بیت المقدس په ختيځه برخه کې له سره خلاصه کړي. خو د بایدن حکومت لا تر اوسه نه دي ويلي چې دغه اقدام به ېې څه وخت عملی کيږي.

په عین وخت کې د اسرائيل لومړي وزير، نفتالي بنت د بایدن پر دغه پلان باندې اعتراض کړی دی. هغه ويلي دي: «زما دريځ، چې ما هغه امریکایانو ته هم اورولی دي، دا دی چې په بیت المقدس کې د فلسطينیانو د چارو له پاره، د امریکا قونسلګرۍ ته ځای وجود نه لري.»

د اسرائيل صدراعظم ټينګار کړی دی چې د دغه هیواد حکومت به په بیت المقدس کې د فلسطینيانو د چارو له پاره د امریکا د قونسلګرۍ د پرانيستلو په اړه له خپل دريځ څخه دفاع وکړي.

له بلې خوا، د اسرائيل خارجه وزیر، يائير لاپيد هم ويلي دي چې د امریکا د قونسلګرۍ دفتر له پاره مناسب ځای بیت المقدس نه دی او پر ځای ېې رام الله ښودلی دی. هغه په دې اړه داسې ويلي دي: «که امريکايان وغواړي خپله قونسلګري په رام الله کې خلاصه کړي، موږ ورسره هيڅ ستونزه نه لرو.»

دا په داسې حال کې ده چې د فلسطينيانو د رهبر محمود عباس ویاند بيا په رام الله کې د امریکا د قونسلګرۍ دفتر له پرانیستلو سره مخالفت ښودل دی.

نبیل ابو ردینه ويلي دي: «موږ د امریکا قونسلګري يوازې په بیت المقدس، د فلسطيني حکومت په پلازمینه کې منو. دا هغه څه دي چې د امریکا حکومت يې اعلان کړی او د اجرا کولو ژمنه یې کړې ده.»

په بیت القمدس کې د امریکا د سفارت ویاند بیا د خپل هیواد د دغې قونسلګرۍ د بيرته فعالیدو په تړاو له نظر ورکولو څخه ډډه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا متحده ایالاتو خارجه وزیر، انتوني بلینکن، تیره اوونۍ اعلان کړی وو چې د دغه هیواد حکومت، فلسطینیانو سره د مناسباتو د ښه کيدو په هدف به په بیت المقدس کې د خپلې قونسلګرۍ د فعالولو له پاره اقدام وکړي.