امریکا: په بغداد کې امنیتي وضعه د اندیښنې وړ ده
۱۳۹۸ بهمن ۷, دوشنبهد امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په بغداد کې د دې هیواد پر سفارت د توغندیز برید په ځواب کې له عراق څخه غوښتي دي چې په دې هیواد کې د امریکایي تاسیساتو ساتنه وکړي.
د امریکا متحده ایالاتو په هغه بیانیه کې چې د یکشنبې په ورځ (د جنوري میاشتې ۲۶ نیټه) خپره شوې ده راغلي دي چې د عراق وضعه اوس هم خرابه ده او د «ایران له ملاتړ څخه د برخمنو وسله والو ډلو د تهدیدونو د دوام» په پام کې نیولو سره به امریکایي ځواکونه بیداره وي.
په دې بیانیه کې همدارنګه دې ته په اشارې سره چې د ۲۰۱۹م کال له سپټمبر میاشتې راهیسې تر اوسه پورې په عراق کې پر امریکایي ځواکونو (د ایران او د دغه هیواد له ملاتړ څخه د برخمنو ملیشه و له خوا) ۱۴ بریدونه شوي دي. په بیانیه کې زیاته شوې ده چې د عراق له حکومت څخه غوښتنه کیږي چې په دغه هیواد کې د امریکایي تاسیساتو د ساتنې په برخه کې دې عمل وکړي.
د یکشنبې ورځې په ماښام د کاتیوشا ډول پنځه توغندي د بغداد په مرکز کې د زرغون امنیتي سیمې پر لور وتوغول شول چې یو یي د امریکا په سفارت کې د خوړو په سالون کې لګیدلی دی. دا په تیره یوه اونۍ کې د امریکا په سفارت دویم توغندیز برید دی چې ترسره کیږي. د بغداد په زرغون سیمه (منطقه الخضراء) کې بهرني سفارتونه وزارتخانې او د ډیر شمیر سیاستوالو کورونه موجود دي.
امریکایي چارواکو په دغه برید کې د ټپیانو یا قربانیانو په هکله معلومات نه دي ورکړي، خو یو شمیر سرچينو په دغه برید کې د امریکا د سفارت د پنځو تنو کارکونکو د ټپي کیدو خبر ورکړی دی چې د یوه تن وضعیت یي د انديښنې وړ بلل شوی دی.
مخکې تر دې د امریکا حکومت په عراق کې د خپلو مامورينو وژل کیدل سره کرښه اعلان کړې وه او ګواښ یي کړی دی چې هغه به بی ځوابه پرې نږدي.
دویچه ویله/ ش.ن/س.ر