1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا په افغانستان کې د ديني آزادۍ پر وضعيت نيوکې کړي

۱۴۰۱ خرداد ۱۳, جمعه

د امريکا د بهرنيو چارو وزير په مختلفو هيوادونو کې د ديني آزادۍ په شمول د بشري حقونو پر محدوديدو اندېښنه څرګنده کړې ده. هغه ويلي دي چې په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ديني آزادۍ وضعيت ډېر بدتره شوی دی.

https://p.dw.com/p/4CFqY
USA Washington | Pressekonferenz: Antony Blinken und  Jens Stoltenberg
انځور: Jacquelyn Martin/AP/picture alliance

انتوني بلينکن په واشنګټن کې د وينا پر وخت پر دیني آزادۍ د وضع شويو بندیزونو په اړه اندېښنه څرنګه کړه. نوموړي د ۲۰۲۱م کال د ديني آزادۍ د کلنې رپوټ د وړاندې کولو پر وخت زياته کړې چې د متحدو ایالاتو له پاره ديني آزادي لومړيتوب لري.

بلينکن وويل چې ښکيلاک د ټولنیزو ترنګلتياو، بې ثباتۍ او شخړو باعث ګرځي. نوموړي په دې ترڅ کې په ځانګړي توګه په چين، سعودي عربستان، شمالي کوريا، پاکستان، افغانستان او میانمار کې پر وضعيت نيوکه وکړه.

بلينکن روښانه کړه چې د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت دې نتجې ته رسېدلی دی چې د میانمار حکومت د مسلمان روهنګيا اقليت پر وړاندي بشريت ضد جرمونو ترسره کړي دي.

هغه وويل چې په افغانستان کې هم د طالبانو تر واکمنۍ لاندې «د ديني آزادۍ شرايط هم د پام وړ خراب شوي دي.»

«آلمان دې د دینونو د آزادۍ په برخه کې کار وکړي»

د نوموړي په خبره په پاکستان کې هم په ۲۰۲‍۱م کال کې ۱۶ کسان مذهبي مقدساتو ته د سپکاوي په تور وژل شوي دي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په دې کلني رپوټ کې پر چين د ايغور مسلمانانو او نورو ديني اقليتونو د نسل وژنې تور لګول شوی دی.

په دې رپوټ کې راغلي دي چې په سعودي عربستان کې څه هم چې د نورو عقيدو د پيرويانو د بېلا بېلو ډلو سره د ديالوګ  رامنځته کولو ګامونه پورته شوي دي، خو په دغه هيواد کې له ديني اقليتونو سره د تبعيض چلن کیږي.

د دې رپوټ پر اساس په هند کې هم په ۲۰۲۱م کال کې پر دیني لږکیو او همدا شان د هغوی پر عبادتځایونو بريدونو زور اخيستی دی.  همدا ډول زياته شوې ده چې په ويتنام کې بيا چارواکو د هغو مذهبي ډلو غړي چې «ثبت شوي نه دي» ځورولي او شکنجه کړي دي.

هند کې د ښوونځي مدیره د غوښې راوړلو له کبله نیول شوې

بلينکن بيا د يهوديانو د هدیرو او کنيساو د ترميم له کبله د مراکش د حکومت ستاينه کړې ده. نوموړي همداراز په عراق کې د مذهبي مشرانو له خوا د نړۍ د کاتوليکانو د مشر پاپ فرانسسکوس ته د هرکلي ويل د يوه مثبت ګام په توګه ياد کړل. دا د عراق په تاريخ کې لومړی ځل وو چې د کاتوليکي عيسويانو يو مشر دغه هېواد ته سفر وکړي.

ب. ص/ ن. ز (EPD)