امریکا پر پاکستان ټولي مرستي نه دروي
۱۳۹۰ تیر ۳۱, جمعهد پاکستان د یوي پوځی چاوڼي تر څنګ د اسامه بن لادن تر وژل کیدو وروسته، د امریکا د سنا د بهرنیو چارو کميټي د مصارفو په لایحي کي د بدلون وړاندیز وکړ چی له له مخي یي پاکستان سره ټولي کیدونکي مرستي قطع کیدي.
پنځو استازو د دغه وړاندیز د منلو او 39 چی زیاتره یي جمهوري غوښتونکي ول د نه منلو په حق کی فیصله وکړه.
«روهرابخر» چی د جمهوري غوښتونکو نمایندګي کوي وویل چي په داسي وخت کي چي امریکا په لټه کي ده ترڅو خپل پورونه ورکړي د پاکستان سره مرسته کول «حماقت» دی.
کله چي روهرابخر د مرستو د قطع کولو دغه طرحه معرفي کوله هغه وویل:
«اوس وخت رارسیدلی چي پر هغو کسانو چي زمونږ خلاف دي مرستي پارچاو کړو. پاکستان خپله دا وښوده چي د امریکا د متحده ایالاتو ملګرۍ نه دی.»
امریکایي چارواکو د ډیری مودي راهیسي د پاکستان د استخباراتي شبکي اړيکی د ځینو ډلو سره تر پوښتنی لاندي نیولي.
جیمز وینفیلډ چي د امریکا د پوځ دوهمي لوړي چوکي ته نومول شوي، پاکستان د يو «ډیر سخت ملګري» په توګه یاد کړ.
هغه وویل چي د هغه په فکر امریکا باید پاکستان همیشه د فشار لاندي وساتي ترڅو پاکستان په دی خبره پوه شي چي د حقاني ډله دغه هیواد ته یو خطر دی او باید هغه ګام پورته کړي کوم چي امریکا غواړي.
په دي وخت کي د پاکستان پخواني ولسمشر، پرویز مشرف، هم د امریکا په سفر بوخت دی. هغه د پاکستان پوځ او د استخباراتي شبکي څخه په دفاع کي ویلي چي دوي هیڅ کله د اسامه بن لادن په پټ ساتلو کي کومه مرسته نه ده کړي.
د اوباما اداري په نږدي وخت کی پر پاکستان 7.2 میلیارده ډالر پوځي مرستي پارچاو کړي، خو دغه هیواد ته يي د 5.7 ملیاردو ډالرو ملکي مرستو ژمنه کړي.
د دیموکراتانو ګوند په سنا کي برلاسی دی او پاکستان سره د ملکي مرستو څخه ملاتړ کوي. دغه ګوند وایی چي په اوږدي مودي کي دغه مرستي د دیموکراسي په پیاوړي کولو او د تعلیمی سطحي په لوړولو کي مهمي دي.
اژانسونه / سید ریاض
کتونکي: مسعود جهش