1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا پر روسیې تور لګولی چې د لیبیا له پاره جعلي پيسې چاپوي

۱۳۹۹ خرداد ۱۰, شنبه

د امریکا متحده ایالاتو په حواله، د مالتا امنیتي چارواکو د ۱،۱ میلیارده ډالرو په ارزښت د لیبیا هیواد جعلي بانک نوټونه نيولي دي.

https://p.dw.com/p/3d21q
Flagge von Libyen und Russland
انځور: Colourbox /A. Mijatovic

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ماښام (د می میاشتې ۲۹ نیټه) ویلي چې دغه بانک نوټونه د ګوسناک په نوم د روسیې په دولتي شرکت کې چاپ شوي دي. د نوموړي وزارت په حواله د یوې «موازي او نامشروع مرجع» له خوا د دې پيسو د چاپولو فرمایش ورکړی شوی دی.

روسیه د لیبیا د پاڅون کونکو مشر جنرال خلیفه حفتر له ملاتړ کونکو څخه شمیرل کیږي. حفتر غواړي چې په طرابلس کې د لیبیا حکومت چې په نړیواله کچه په رسمیت پيژندل شوی دی را نسکور کړي. متحده عربي امارات، فرانسه او مصر هم له جنرال حفتر څخه ملاتړ کوي.

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کوي چې په طرابلس کې د لیبیا مرکزي بانک د دغه هیواد یواځنې قانوني بانک دی.

امریکا متحده ایالاتو څو ورځې مخکې هم پر روسیې تور لګولی وو چې خپل جنګي الوتکې یې د جنرال خلیفه حفتر د ملاتړ له پاره لیبیا ته استولي دي.

dpa) sn-aa)

پر ورته موضوع زمونږ له آرشیف څخه انځوریز رپوټ: