1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

امریکا: پر انسانانو د کرونا ضد واکسین ازمایښتې پړاو پیل شوی

۱۳۹۸ اسفند ۲۷, سه‌شنبه

په امریکا کې د درمل جوړونې یوې کمپنۍ پر انسانانو د کرونا ویروس ضد واکسین ازمايښتې پړاو پيل کړی دی، خو کیدای شي د دې درمل جوړونه لږ تر لږه یو کال وخت ونیسي.

https://p.dw.com/p/3ZYbi
Impfung COVID-19
انځور: picture-alliance/AP/T. Warren

د امریکا د واشنګټن ایالت په تر ټولو لوی ښار سیئټل کې د دوشنبې په ورځ (د مارچ میاشتې۱۶ نیټه) د لومړي ځل له پاره د روغتیا سکتور پورې اړوندو یو شمیر داوطلبانو ته په ازمایښتې ډول د کوید- ۱۹ واکسین تطبیق شو.

په لومړي پړاو کې په ډیرې چټکۍ سره د دې واکسین تجرباتي مرحله پیل شوه، خو د کارپوهانو په خبره په بشپړ ډول د دې واکسین جوړیدل به په میاشتو میاشتو وخت ونیسي.

په نړیواله کې د وبا مرض شکل اختیارونکي کرونا ویروس سره د مقابلې له پاره په یو شمیر هیوادونو کې ساينسپوهان د واکسین جوړولو هڅه کوي او دا په دې برخه کې لومړی مهم ګام بلل کیږي.

په امریکا کې له کرونا ویروس سره د مقابلې له پاره «نیشنل انیستیتوت آف هیلت» یا د امریکا د روغتیا ملي انیستیوت، متخصصینو د بیولوژیکي ټکنالوژۍ له کمپنۍ «مودرینا» سره په ګډه دغه نوي درمل جوړ کړي دي. دې درمل یا واکسين ته د «MRNA 1273» نوم ورکړل شوی دی.

د روغتیایي چارو متخصصين به د راتلونکو ۶ اونیو له پاره دغه واکسین روغ او رمټ انسانانو ته په آزمایښتي ډول تطبيق کړي. د امریکا د روغتیا ملي انیستیوت مشر اینتهوني فاسي، وویل: «اوس د عامي روغتیا له پاره د یوه اغیزمن او محفوظ واکسین د جوړولو کوښښ لومړيتوب لري. د لومړي پړاو څیړنې چې په یو ریکارډ وخت کې وړاندې شوي دي هدف ته د رسیدو په لاره کې لومړی مهم ګام دی.»

چين د دسمبر میاشتې په وروستیو کې د کرونا د نوي ویروس د خپریدو اعتراف کړی وو او له همدې سره سم په ډیرې چټکۍ سره دغه ویروس د نړۍ نورو هیوادونو ته هم ورسید او په ډیر لږ وخت کې یې د یوه نړیوال بحران شکل غوره کړ.

کرونا: کوم کسان له ډیر خطر سره مخامخ دي او ولی؟

په جنورۍ میاشت کې چينایي چارواکو د دې ویروس د جینیټیکي ترکیب په هکله معلومات خپاره کړل او تر دې وروسته د ټولې نړۍ په آزمایشي لابراتوارونو کې په دې اړه تحقیقات او د درمل جوړونې کار پیل شو.

کرونا ویروس د انسان حجرو ته ننوځي او هغه خپل تابع ګرځوي، نو له همدې امله هغه نوی واکسین چې اوس تجربه کیږي په دې کې د ویروس د ځنو برخو ترڅنګ د هغه جینیټیکي معلومات هم شامل دي، خو پخپله ویروس شامل نه دی.

څیړونکي په دې اند دي چې دا واکسین به د انسان د بدن دفاعي سیستم دومره پیاوړی کړي چې کوم شخص ته تطبیق شي هغه به له کووید-۱۹ سره په مقابله کې برلاسی وي.

خو د دغه واکسین جوړونکي امریکایي کمپنۍ په تکرار سره ویلي دي چې د ټولو آزمایښتي پړاونو تر تیریدو وروسته، څو چې دا واکسین د خلکو په استعمال کې ورکول کیږي دا به لږ تر لږه له ۱۲ څخه تر ۱۸ میاشتو پورې وخت ونیسي.

پر دې سربیره په امریکا او بهر کې یو شمیر کمپنۍ د کرونا ویروس ضد واکسین پر جوړولو کار کوي. په دې ترڅ کې د «کیورویک» په نامه آلماني کمپنۍ هم په ډیرې چټکۍ سره د دې واکسین پر جوړولو کار پیل کړی دی. د رپوټونو په حواله د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ هم له کیورویک کمپنۍ سره د دې واکسین په ارتباط اړيکه نیولې وه، خو دغې کمپنۍ دا خبره رد کړه چې د امریکایي چارواکو له خوا ورته داسې کوم وړاندیز شوی دی.

آژانسونه: ش.ن/ ن. ز