امریکا پاکستان ته ۳۳ میلیونه ډالره مرسته کمې کړه ده
۱۳۹۱ خرداد ۵, جمعهاعلان
د متحده ایالاتو د سنا یوې جرگه گۍ پاکستاني ډاکټر شکیل آفریدي ته د سزا اورولو په غبرگون کې له پاکستان سره د کیدونکو مرستو په ترڅ کې ۳۳ میلیونه ډالر راکم کړي دي.
د سنا د بهرنیو هیوادونو سره د مرستې جرگه گۍ ویلي دي چې د شکیل آفریدي د سزا په بدل کې یې هر کال ۱ میلیون ډالر مرسته راکمه کړې ده. د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیري هیلري کلنټن شکیل آفریدي ته اورول شوي سزا «غیر منصفانه او بې ځایه» بللې ده.
آفریدي ته د قبایلي قانون له مخې سزا اورل شوي وه. هغه ته دغه سزا چې ۳۳ کاله ده د واکسینو د یو جعلي پروگرام د پلي کولو په پلمه چې موخه ئې د اسامه بن لادن په اړه معلومات راټولول ول اورل شوې ده. بن لادن د ۲۰۱۱م کال د مې د میاشتې پر دویمه نیټه د پاکستان پلازمینې اسلام آباد ته څیرمه د ایبټ په ښار کې په خپل کور کې وژل شوی وو.