1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا له افغانستانه د خپلو سرتیرو ایستلو ته چمتوالی نیسي

۱۳۹۸ مرداد ۱۱, جمعه

د امریکايي رسنیو د رپوټونو په حواله د ترمپ اداره طالبانو ته د امتیاز په توګه او د افغانستان د اوږدې جګړې د پای له پاره د زرګونو امریکايي سرتیرو د اخراج له پاره چمتو والی نیسي.

https://p.dw.com/p/3ND0A
Afghanistan - US Soldaten der "Resolute Support Sustainment Brigade" beladen Helikopter
انځور: Imago/ZUMA Press/U.S. Army

واشنګټن پوست ورځپاڼې او سي. ان. ان تلویزیون په خپلو رپوټونو کې د پټو امریکايي سرچینو په حواله ویلي دي چې د ترمپ اداره له افغانستانه د امریکايي سرتیرو ایستلو ته چمتوالی نیسي.

په رپوټونو کې د یادو سرچینو په حواله ویل شوي دي چې ښايي په دې اقدام سره په افغانستان کې د امریکايي سرتیرو اوسنی شمیر چې شاوخوا ۱۴۰۰۰ دی، اتو يا نهو زرو ته راټیټ کړل شي.

له طالبانو سره د امریکا متحده ایالاتو د توافقنامې په چوکاټ کې به طالبان هم اړ وي چې د کابل له حکومت سره مستقیمي خبرې پیل کړي. طالبان افغان حکومت ته د امریکا د یوه لاسپوڅي حکومت په سترګه ګوري او له افغان حکومت سره یې تل مستقیمي خبرې رد کړي دي.

سي. ان. ان په خپل رپوټ کې همدا راز ویلي دي چې د طالبانو او امریکا د توافق پر اساس به امریکا متحده ایالت په کابل کې د خپل سفارت د کارمندانو په شمیر کې هم کموالی راولي او سربیره پر دې به امریکا په کابل کې د خپل سفارت د امنیتي برخې پرسونل هم په بې ساري توګه کم کړي.

دغه رپوټونه داسې مهال خپریږي چې همدا د تیرې چهارشنبې په ورځ د افغان سولې له پاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په یوه تويت کې ویلي ول چې که چیري طالبانو د خپلې برخې کار کړی وي، امریکا غواړي دا ځل یو توافق نهايي کړي.

امریکا متحده ایالات او طالبان له کابو یوه کال راهیسې د افغان سولې او د جګړې د پای له پاره خبري او مذاکرات کوي او ټاکل شوې ده چې په راتلونکو څو ورځو کې به د دواړو لورو ترمنځ د مذاکراتو تازه لړۍ د قطر په پلازمينه دوحه کې یو ځل بیا پیل شي.

د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد د پنجشنبې په ورځ وویل چې «داسې هیلې شته چې د مذاکراتو په دې پړاو کې دې پر یوې حل لارې توافق وشي.»

پر نورو مورادو سربیره، واشنګټن له طالبانو داسې ضمانت غواړي چې په راتلونکې کې افغانستان د ترهګرو په یوه خوندي ځای بدل نه شي، خو طالبان بیا له افغانستان څخه د امریکا په مشرتوب د ټولو بهرنیو ځواکونو پر وتلو تمرکز کوي. د امریکا متحده ایالاتو له نظره، په یوه توافق کې به اوربند هم شامل وي.

(K.H/N.Z(dpa,AFP