امریکا د کانګرس پر مخالفت سربیره په سعودي وسلې پلوري
۱۳۹۸ خرداد ۴, شنبهد امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو، د جمعې په ورځ (د می میاشتې ۲۴) په رسمي ډول پر سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو او اردن هیوادونو باندې د ۸،۱ میلیارده ډالرو په ارزښت جنګي تجهیزاتو د پلورلو خبر ورکړ.
په دومره لوړې کچې د وسلو د پلورلو خبر په داسې یوه وخت کې خپریږي چې د امریکا کانګرس د یمن په جګړه کې د سعودي عربستان د رول او همدارنګه د دغه هیواد د منتقد خبریال جمال خاشقجي د قتل قضیي په تړاو، سعودي عربستان ته د وسلو د صادراتو د بندولو غوښتنه کړې ده.
د آلمان خبري آژانس د یکشنبې په ورځ ویلي دي پر دې اندیښنو سربیره هم د امریکا حکومت پریکړه کړې ده چې دغو هیوادونو ته وسلې صادر کړي. دې خبرې آژانس د منځي ختیځ پر هیوادونو د وسلو پلورل او همدارنګه په سیمه کې د امریکا د پوځي حضور د زیاتیدو لامل د امریکا او ایران ترمنځ د کړکیج پراخیدل ارزولي دي.
د دفاعي توان زیاتول
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو، ویلي دي چې پر دغو هیوادونو په دې کچې د وسلو پلورلو هدف د ایران د تهدیدنو پر وړاندې د دوی د دفاعي ظرفیت لوړول دي. د امریکا پوځ په خلیخ کې د نفتو پر ټانکرونو باندې د ورستي برید پړه د ایران پر سپاه پاسداران اچوي. ایران بیا دغه تورونه ردوي.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا په کانګرس کې د دیموکرات ګوند استازي، په منځني ختیځ کې د کړکیچ د زیاتیدو ویره لري. سربیره پر دې د امریکا کانګرس د جګړې د رامنځته کیدو او پوځي عملیاتو په اړه پریکړه خپل صلاحیت بولي. خو د کانګرس پر مخالفت سربیره پر سعودي عربستان د وسلو پلورل او همدارنګه په منځي ختیځ کې د پوځي حضور زیاتول په عملي توګه پر دې دلالت کوي چې د امریکا حکومت بی له دې چې د استازو مجلس نظر واخلي، په اقداماتو لاس پورې کوي.
sn/ms (dpa)