1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا د عراقي کردانو ټولپوښتنه په رسمیت نه پیژني

۱۳۹۶ مهر ۸, شنبه

د عراقي حکومت او کردانو تر منځ د اختلافاتو د زیاتیدو اندیښنې زياتي شوي دي. که واشنګټن د خپلواکۍ په اړه د عراقي کردانو ټولپوښتنه غیر قانوني بللې نو فرانسه بیا غواړي چې د عراقي حکومت او کردانو تر منځ منځګړيتوب وکړي.

https://p.dw.com/p/2l10m
Irak Erbil Flughafen
انځور: Getty Images/AFP/S. Hamed

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر رکس ټیلرسن ویلي دي چې دغه ټولپوښتنه یوطرفه اقدام وو، له دې امله پایلې یې مشروعیت نه لري. نوموړي زیاته کړې ده چې متحده ایالات د یو «متحد، فدرال، دیموکرات او سوکاله عراق» څخه ملاتړ کوي.

تیلرسن له ټولو خواو، د هغو له جملې څخه د عراق له ګاونډیانو څخه غوښتي دي چې له زغم څخه کار واخلي. د عراق حکومت خپل کړی ګواښ عملي کړ او څو ساعته مخکې یې د کردانو خپلواکمنې سیمې ته پر پروازونو بندیز ولګاوه. د اربیل په بین المللي هوایې ډګر کې ټول نړیوال پروازونه ځنډول شوي دي.


په همدې حال کې د فرانسې ولسمشر امانوئل ماکرون په بغداد کې د مرکزي حکومت او کردانو تر منځ د منځګړتوب کولو له پاره خپلې هڅې جاري ساتلي دي. ماکرون د عراق لومړي وزیر حیدر العبادي ته بلنه وکړی چې د خبرو اترو له پاره پاريس ته سفر وکړي. د فرانسې ولسمشر ټینګار وکړ چې د عراق ځمکنی بشپړتیا باید وساتل شي او په عین وخت کې د کردانو حقونه هم باید په رسمیت وپيژندل شي.

العبادي د عراق په شمال کې د کردانو د خپلواکۍ په اړه د ټولپوښتنې یا ریفرنډم ډیر سخت مخالفت کړی وو. د عراق ګاوندي هیواد ترکیې د یوې احتمالي نظامي مداخلې ګواښ کړی دی. ایران هم د کردانو ټولپوښتنه ردوي. د عراق نور ګاونډي هیوادونه لکه سوریه چې د کردانو یو قوي اقلیت په کې شتون لري، حکتونه هم کیدای شي د کردانو له استقلال څخه اغیزمن شي.

کردانو د دوشنبې په ورځ د عراق په شمال کې د یو ریفرنډم په ترڅ کې چې له قانوني پلوه الزامي نه وه، د خپلې خپلواکۍ له پاره رای ګیري وکړه. تر ۹۲ سلنه ډیرو کردانو له عراق څخه د دې سیمې د خپلواکۍ په حق کې رایه ورکړه.

په همدې منځ کې د آلمان فدرالي حکومت دا خبره تر ارزونې لاندې نیولې ده چې آیا له کردي پيشمرګه و څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکړي او که څنګه؟

د آلمان د بهرنیو چارو وزارت ویاند مارتين شفر ویلي دي«موږ په آرامۍ ارزونه کوو چې وضعیت څرنګه پرمختګ کوي. بیا به ووینو چې آیا د آلماني پوځ ماموریت ته د دوام ورکولو له پاره شرایط په کافي اندازه مساعد دي او که نه». ترکیې لا پخوا د کردي پيشمرګه و روزنه بنده کړی ده.

د آلمان وسله وال پوځ له ۲۰۱۴ م کال راهیسې له «اسلامي دولت» ترهګرې ډلې سره د مبارزې په برخه کې له عراقي کردانو سره د پوځي تجهیزاتو او روزنې په برخه کې مرسته کوي. د آلمان د پارلمان یا بونډسټاک کاري دوره د ۲۰۱۸ کال په جنورۍ میاشت کې پای ته رسیږي او په عراق کې د آلماني پوځ ماموریت باید د راتلونکې دورۍ له پاره تمدید شي.

د «اسلامي دولت» یا داعش ډله د په شاتګ په حال کې ده، خو اوس هم د عراق او سوریې یو شمیر سیمې تر خپل کنترول لاندې لري.