امریکا د سوډان د شخړو په اړه اندیښنه څرگنده کړې ده
۱۳۹۱ فروردین ۹, چهارشنبهاعلان
د امریکې د متحده ایالاتو حکومت د سوډان او جنوبي سوډان په پوله د زور زیاتي په پېښو ژوره اندیښنه څرګنده کړې ده. د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنتن، ویلي دي چې د دواړو خواو مشران باید په پام کې نیول شوې سرمشریزه کې ګډون وکړي او جګړې بندې کړي.
کلنټن زیاته کړې ده چې په دې برخه کې زیات مسئولیت د سوډان دئ کوم چې په عصري وسلو سنبال یو هیواد بلل کیږي. د تیر کال د جولایې په میاشت کې جنوبي سوډان خپلواکي اعلان کړې وه. تر هغه وخت راهیسې د دواړو هیوادونو تر منځ د پولې او تیلو د عایداتو پر سر شخړه موجوده ده.