1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

امریکا د البغدادي تر وژل کیدو وروسته د سوریې نفت ساتي

۱۳۹۸ آبان ۷, سه‌شنبه

د سپینې ماڼۍ چارواکو په سوريه کې وسله والو ډلو ته د امريکايي ځواکونو پر سنگرونو له بريدونو څخه خبرداری ورکړی او ويلي یې دي چې د بريدونو په صورت کې به هغوی له «سخت پوځي قوت» سره مخامخ شي.

https://p.dw.com/p/3S8ES
Syrien US-Militärkonvoi nahe der Stadt Qamishli
انځور: picture-alliance/AP Photo/Baderkhan Ahmad

د امريکا متحده ایالاتو د دفاع وزير مارک ايسپر، د دوشنبې په ورځ وويل چې امريکايي ځواکونو تر بريالو عملياتو وروسته چې د داعش مشر ابوبکر البغدادي، پکښې ووژل، د سوریې په ختیځ کې د تيلو زيرمې خوندي کړي دي.

په پنتاگون کې د يوې مطبوعاتي غونډې په ترڅ کې ايسپر وويل چې امريکا به د هر هغه چا پر ضد چې په سوريه کې «زموږ د ځواکونو امنيت وگواښي قوي پوځي غبرگون» وښيي.

ايسپر د يوه بديل مخفف سره د داعش ډلې ته په اشارې سره وويل: «د بغدادي د واکمنې په اوج کې د تېلو دغه کويان د داعش په لاس کې وې او په دې توگه یې د ترهگرۍ د تمويل له پاره عمده مالي سرچينې درلوې.» 

هغه زياته کړه: «امريکايي ځواکونه به په ستراتيژيکه سيمه کې پاتې شي څو داعش دغه حياتي سرچينو ته لاس رسۍ ونه لري.»

د متحده ایالاتو د دفاع وزير دا هم وويل چې د تېلو دغه زېرمې د کردانو په مشرتوب  د سوریې د ديموکراتيکو ځواکونو له پاره هم د «تمويل يوه حساسه سرچينه» ده. دغه ځواکونه د داعش پر ضد جگړه کې د امريکا ملاتړ کوي.

«سخته ضربه»

د امريکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، د يکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې البغدادي د امريکايي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې وژل شوی دی. زياته شوې وه چې البغدادي په یوه تونل کې تر ګیر پاتې کیدو وروسته، د چاوديدونکو توکو د انفجار په پايله کې چې په يوه ځانمرگي واسکټ پورې تړل شوي ول، پخپله ځان ووژه. چاودنې د هغه درې اولادونه هم وژلي دي.

ايسپر وويل: «البغدادي او د هغه ملگرو چې دی یې تعقيبوه زموږ د عصر د تر ټولو وحشتناکو ظلمونو مسئوليت درلود.»

دغه امریکایي چارواکي ټینګار کړی دی چې د البغدادي وژل کیدل د داعش ډلې نورو غړو ته هم یوه سخته ضربه ده ځکه په خبره یې هغوی نور کوم رهبر نه لري.

دا په داسې حال کې ده چې د آلمان د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس، بیا ویلي دي چې ابوبکر البغدادي، وژل کیدل د داعش ډلې د نړیوالو موخو د پای ته رسیدو په معنی نه ده.

(bs/ms (dpa, Reuters