1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا: د افغان سولې په خبرو کې د پام وړ پرمختګ شوی

۱۳۹۸ تیر ۱۶, یکشنبه

په دوحه کې د بین الافغاني ديالوگ د پیلیدو له امله د طالبانو او امریکا د خبرو اترو روان اووم پړاو د دوو ورځو له پاره ځنډول شوی دی. امریکا له طالبانو سره په خبرو اترو کې د پام وړ پرمختګ خبر ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/3LhfR

Der US-Sondergesandte für den Frieden in Afghanistan, Zalmay Khalilzad, spricht während einer Diskussionsrunde mit afghanischen Medien an der US-amerikanischen Botschaft in Kabul, Afghanistan
انځور: Reuters

امریکا متحده ایالاتو له طالبانو سره د خبرو اترو تر شپږم پړاو وروسته سولې ته د رسیدو په لاره کې د پام وړ پرمختګ رپوټ ورکړی دی. د افغانستان د سولې د مذاکراتو له پاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د شنبې په ماښام د یوه تویتري پيغام په ترڅ کې ویلي دي چې د تیرو ورځو خبرې اترې تر اوسه پورې د ترسره شویو ټولو مذاکراتو په پرتله ښې لاسته راوړنې درلودلي دي.

د خلیلزاد په خبره د امریکا او طالبانو ترمنځ د ټولو څلور ټکو په برخه کې د پام وړ پرمختګ شوی دی: له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو، له ترهګرۍ سره د مبارزې تضمين، په بین الافغاني خبرو کې د طالبانو ګډون او د اوربند مسئله.

د امریکا ځانګړي استازي د تیر کال د جولای میاشتې راهیسې له طالب استازو سره خبرې اترې پيل کړي دي، څو د ۱۸ کلونو راهیسې دغې روانې جګړې ته د پای ټکې کیښودل شي. د طالبانو او خلیلزاد ترمنځ د خبرو اترو اوسنې اووم پړاو د جون میاشتې په ۲۹ نیټه پیل شوې دی. په پام کې وه چې د خبرو اترو دغه پړاو به درې ورځې دوام وکړي.

د خلیلزاد په خبره د امریکا او طالب استازو ترمنځ روانې خبرې اترې د دوو ورځو له پاره ځنډول شوي دي، ځکه نن د یکشنبې په ورځ په دوحه کې له طالبانو سره بین الافغاني خبرې ترسره کيږي چې ټاکل شوې ده دوه ورځې به دوام وکړي.

آلمان او قطر د دغو بین الافغاني خبرو اترو کوربه توب کوي. په دغو خبرو اترو کې د سیاستوالو او مدني ټولنو د استازو ترڅنګ د مختلفو برخو څه باندې ۵۰ تنه استازي ګډون لري. دغه کسان د افغان حکومت په استازیتوب نه، بلکې په شخصي توګه په دغه کنفرانس کې ګډون کوي.

مهمه خبره دا ده چې طالبان نه غواړي د کابل حکومت له استازو سره خبرې وکړي، کوم چې دوی د لویدیځ ګوډاګۍ بولي.د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین هم په خپل تویتر کې د خبرو اترو د پرمختګ په هکله خوشحالي ښوولې ده او هیله یې څرګنده کړې ده چې پاتې کار هم کیدای شي په ښه توګه پای ته ورسیږي.

آژانسونه/ ش.ن/ ب.ص