1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا د افغانستان په جګړه کې څومره پیسې مصرف کړي؟

۱۳۹۸ مهر ۴, پنجشنبه

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو روانه جګړه د دغه هیواد په تاریخ کې تر ټولو اوږده جګړه شمیرل کیږي. امریکا په دې موده کې د افغانستان د بیاروغنې په برخه کې پر مالي مرستو سربیره په پوځي برخه کې هم ډیر لوړ مصارف لرلي دي.

https://p.dw.com/p/3QHQS
US Soldaten in Afghanistan
انځور: Getty Images/A. Renneisen

امریکا متحده ایالاتو د ۲۰۰۱م کال په اکتوبر میاشت کې د طالبانو رژیم په ړنگولو سره په افغانستان کې خپل پوځي حضور پیل کړ. متحده ایالاتو د طالبانو رژیم پر نسکورولو سربیره په افغانستان کې القاعده شبکه هم وځپله، هغه ترهګره شبکه چې امریکا یې د۲۰۰۱ م کال د سپتمر د ۱۱ ترهګریز برید مسئوله ګڼي.

پر افغانستان د امریکا متحده ایالاتو په مشرتوب پوځي ائتلاف تر پوځي یرغل وروسته، بهرنیو ځواکونو د افغانستان ګڼ شمیر سیمې د طالبانو له شتون څخه پاکې کړې دي چې بیا وروسته د حامد کرزي په مشرۍ لومړي موقت حکومت خپل کار پیل کړ.

د ۲۰۰۱م کال په دسمبر میاشت کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان د امنیتي وضعیت د څار له پاره د ایساف په نامه خپل پوځي ماموریت پیل کړ چې بیا وروسته یې په ۲۰۱۴م کال امنیتي مسئولیت افغان امنیتي ځواکونو ته وسپاره.

Afghanistan Zeremonie Ende NATO Mission ISAF Campbell 28.12.2014
انځور: Shah Marai/AFP/Getty Images

متحده ایالاتو پر افغانستان سربیره، پر عراق باندې هم پوځي یرغل وکړ چې دغې جګړې هم د امریکا د مالي مصارفاتو کچه لوړه کړه. د متحده ایالاتو د رسمي شمیرو له مخې، په ۲۰۰۳م کال کې دغه هیواد د عراق په جګړه کې ۵۳ میلیارده ډالر او په افغانستان کې یې بیا یوازې ۱۴ اعشاریه ۷ میلیارده ډالر مصرف کړي دي.

په دغو مصارفو کې د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر له لوري وړاندیز شوي مصارف شامل دي. سربیره پر دې، په دې پیسو کې د پوځي چارو او غیر پوځي چارو په برخه کې مصرف شوې پیسې هم شاملې دي. زیاته شوې ده چې په دې پیسو کې د سرتیرو عادي معاشات نه دي شامل خو په جګړه کې د دوی د ماموریت له کبله ترسره شوي مصارف بیا د دغو پیسو برخه ده.

دا په داسې حال کې ده چې ۲۰۱۰م کال، هغه وخت چې امریکا متحده ایالاتو په افغانستان کې خپل پوځي حضور خپلې تر ټولو لوړې کچې ته ورساوه، د متحده ایالاتو مصارف ۱۲۲ میلیارده ډالرو ته لوړ شول چې دا د افغانستان په جګړه کې د امریکا تر ټولو لوړ مصارف ګڼل کیږي.

Afghanistan US-Soldat auf Militärfahrzeug in Herat
انځور: picture-alliance/dpa/EPA/J. Rezayee

وروسته له هغې چې دونالد ترمپ د امریکا د ولسمشر په توګه خپله دنده پیل کړي، نوموړي د خپل هیواد د پیسو د مصارفو د مخنیوي او کمښت په برخه کې هڅې پیل کړې. نوموړي د خپل کار په لومړیو ورځو کې پاکستان ته د امریکا د مالي مرستو لړۍ توقف کړه او همدا راز یې د افغانستان د جګړې د پای ژمنه وکړه.

د چارو شنونکي په دې باور دي چې ولسمشر ترمپ په افغانستان کې د امریکا له لوړو پوځي مصارفو ناخوښ وو او له همدې کبله یې له طالبانو سره د سولې د مذکراتو لړۍ پیل کړه. سربیره پر دې، څو اوونۍ وړاندې ولسمشر ترمپ تر کابو یوه کال مذاکراتو او نهو پړاونو خبرو وروسته، ترمپ د یوه ټویټ له لارې له طالبانو سره دغه مذاکرات لغوه اعلان کړل.

د امریکا متحده ایالاتو د رسمي شمیرو له مخې چې د ستاتیستا په نامه یوې انترنتي پاڼې راټول او خپاره کړي دي، متحده ایالاتو د ۲۰۰۳م کال نه تر ۲۰۱۵م کاله پورې د افغانستان پر جګړې شاوخوا ۷۶۵ میلیارده ډالر مصرف کړي دي. په دې موده کې امریکا متحده ایالاتو بیا د عراق پر جګړې په مجموعي ډول شاوخوا ۸۱۸ اعشاره ۸ ملیارده ډالر مصرف کړي دي.