امریکا د افغانستان د رسنیو له مرکز څخه خپل مشاورین وایستل
۱۳۹۰ دی ۸, پنجشنبهپه کابل کې د متحده ایالاتو سفارت هم د دغه خبر پخلی کړی خو ویلي یې دي چې له دغه مرکز څخه د مشاورینو پر ایستلو له څه مودې را په دیخوا خبرې روانې وي. د متحده ایالاتو سفارت زیاته کړې چې دا کار یې افغانانو ته د لا ډیر واک د سپارلو په موخه تر سره کړی دی.
که څه هم د افغان حکومت او متحده ایالاتو تر منځ اړیکې کله نا کله خړې پاتې شوي خو د افغان حکومت د رسنیو د مرکز چارواکي وایي چې هغوۍ د امریکایي مشاورینو د وتلو څخه مخکینۍ اطلاع نه درلوده.
په کابل کې د متحده ایالاتو سفارت په یوې خبر پاڼه کې ویلي چې اوس امریکا د افغان حکومت د رسنیو د مرکز سره خپلې اړیکې له سره څیړي.
په خبر پاڼه کې زیاته شوې چې متحده ایالات افغانانو ته د مسؤلیتونو د انتقال لړۍ پیل کړې. د خبر پاڼې په خبره امریکا غواړې په دې خبرې ځان مطمین کړي چې افغان حکومت سره د دغه هیواد مرستې په سمو طریقو سره استعمالیږي.
په افغانستان کې د ناټو د ځواکونو شمیره مخ په کمیدو ده. پلان شوې چې تر ۲۰۱۴ کال پورې به له افغانستان څخه ټول جنګي بهرني ځواکونه ووځي او د دغه هیواد ټول امنیتي مسؤلیتونه به افغان ځواکونو ته وسپارل شي.
د تیرې شنبې په ورځ د ولسمشر کرزي لخوا ګمارل شوي یوه کمیسیون په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې د ناټو پر هوایي او د شپې عملیاتو نیوکې وکړي او وویل چې په دغو عملیاتو کې خلک پرته له کوم دلیل څخه وژل کیږي.
د افغان حکومت د رسینو د مرکز یوه چارواکې د نوم د نه بربنډیدو په شرط ویلي چې د دغه سازمان غړي باور لري چې متحده ایالاتو له دغه دفتر څخه خپل مشاورین د شنبې د ورځې د مطبوعاتي کنفرانس له وجې ایستلي دي.
د افغان حکومت د رسنیو د مرکز معاون د چهارشنبې په ورځ وویل چې هغه ته د امریکایي مشاورینو د وتلو په اړه مخکينۍ خبر نه وو ورکړل شوی. دغه چارواکي خو بیا د پنج شنبې په ورځ وویل چې ورته پر دغې موضوع د نه غږیدو امر شوی دی.
د افغان حکومت د رسنیو د مرکز سره لا تر اوسه هم د متحده ایالاتو مالي مرستې روانې دي.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: عبدالباري حکیم