1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا د ابوجا څخه خپل ډیپلوماټان باسي

۱۴۰۱ آبان ۶, جمعه

د «ترهګریزو بریدونو د سرته رسولو د خطرونو لوړیدو» ته په کتو سره د امریکا متحده ایالاتو د نایجریا د پایتخت ابوجا څخه د ټول هغه ډيپلوماتیک پرسونل او فامیلونو راوتل پلان کړي دي، چي په سفارت کي يې کار ته عاجل ضرورت نسته.

https://p.dw.com/p/4InaO
Nigeria US-Botschaft in Abuja
انځور: Andrew Harnik/AP Photo/picture alliance

خو د امریکا خارجه وزارت پخپله یوه اعلامیه کي د دغه ډول خطرونو دقیق جزییات ورنکړل. مګر د خارجه وزارت د دولتونو د معلوماتو څانګي ددې څخه خبرداری ورکړی دی، چي تروریسټان کولای سي بیله او یا لږ اخطارونو د ورکولو څخه پر مارکیټونو، هوټلونو او مکتبونو باندي حملې وکړي. 
په همدې حال کي د ډیرو غربي دولتونو سفارت خپلو اتباعو ته نایجریا ته د سفر نه کولو توصیې کړي دي. دا هم پداسي حال کي ده، چي ابوجا ته تر اوسه پوری د یوه ډاډمن مکان په سترګه کتل کیدله.