امریکا دوې نوري ډلې د ترهګرو په ليست کې شاملې کړي
۱۳۹۷ فروردین ۱۴, سهشنبهد امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ وویل چې دوی د ملي مسلم لیګ «ام. ام. ایل» او تحریک آزادي کشمیر په نامه دوې سیاسي ډلې د بهرنیو ترهګرو ډلو په ليست کې شاملې کړی دي. د بهرنیو چارو وزارت د دې اقدام تر شا دلیل د لشکر طیبه له پاره د جبهې په توګه د دغو دواړو ډلو فعالیت په ګوته کړی دی.
لشکر طیبه د پاکستان یوه مذهبي مشر حافظ سعید جوړ کړی او په خپله سعید یې مشر هم دی. پر حافظ سعید باندي په ۲۰۰۸م کال د هند په ممبيي ښار کې د ترهګر بريد چې ۱۶۶ کسان پکښې ووژل شول، د طرح کولو تور دی.
په عین وخت کې د ۲۰۰۸م کال د ترهګریز برید د اصلي طراح په توګه پر حافظ سعید ۱۰ میلیونه ډالر انعام هم ټاکل شوی دی، خو هغه په پاکستان کې په آزاده توګه ژوند کوي.
د امريکا متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په خپله اعلامیه کې همدا راز ویلي دي چې د بهرنیو ترهګرو ډلو په ليست کې د دې ډلو د شاملولو هدف د لشکر طیبه د مالي سرچینو وچول دي چې یاده ډله د ترهګریزو بریدونو د ترسره کولو له پاره ورته اړتیا لري.
سربیره پر دې په دې وروستیو کې د پاکستان د ټاکنو چارواکو ملي مسلم لیک یا «MML» ته په ټاکنو کې د ونډې اخیستو اجازه ور نه کړه. د پاکستان د ټاکنو چارواکو استدلال کاوه چې د دغې ډلې په راتګ سره به په سیاست کې سخت دریځي او زور زیاتی ډیر شي. خو پر دې ممانعت سربیره، د یادې ډلې غړي په پارلماني ټاکنو کې د خپلواکو نوماندانو په توګه برخه اخلي.
د ملي مسلم لیګ ګوند یوه ویاند د ترهګریزو ډلو په ليست کې د شاملیدو پر وړاندي اعتراض ښوولی دی. د ملي مسلم لیګ ویاند یحی مجاهد د آلمان خبري آژانس ته ويلي دي: «زموږ ګوند د چارواکو له خوا د ترهګرو ډلو په ليست کې ثبت شوی نه دی...دا به هیڅ اغیز هم و نه کړي.»
دغه اقدام داسې مهال عملي کیږي چې په دې وروستیو کې د پاکستان او امريکا متحدو ایالاتو ترمنځ اړیکې له هغه وروسته ډیري ترینګلي شوي، چې واشنګټن پر خپل دغه متحد [پاکستان] تور پورې کړ چې له اسلامپاله جنګیالو سره په افغانستان کې پر نړیوالو ځواکونو باندې د بریدونو په ترسره کولو کې مرسته کوي.
زموږ له آرشیف څخه: