امریکا ته تللی یو افغان د جنسي تور په قضیه کې محاکمه کیږي
۱۴۰۰ بهمن ۵, سهشنبهد محکمې دغه منصفه پلاوې د جمعې په ورځ د امریکا د الکساندریه ولسوالۍ په محکمه کې ۲۴ کلن محمد طارق د جنسي ناوړه تماس په تړاو پړ وپيژاند.
د اسوشتید پریس په حواله، طارق په افغانستان کې د امریکايي قواو سره کار کاوه چې د امریکا ویرجنیا ایالت ته راوستل شوی دی.
نوموړی چې د امریکا په کوانتیکو کې د سمندري قواوو په یوه کمپ کې هستوګن کړل شوی وو په سپتمبر میاشت کې وروسته له هغې ونیول شو چې سمندري ځواکونو ولید چې هغه یوې نجلۍ ته چې تړاو یې ورسره نه درلود، د هغې د جامو له سره یې د هغې د بدن مخصوصو برخو ته نوازش ورکاوه.
د محکمې د اسنادو مطابق، طارق هڅه کړې چې د ژباړونکو له طریقه وښيي چې دغه کړنه يې د هغه د کلتور له مخې د منلو وړ ده، خو د هغه دغه هڅې د قاضي له خوا رد شوي دي.
ټاکل شوې ده چې طارق به د اپریل میاشتي پر ۲۶مه به په سزا محکوم کړل شي.
د ویرجنیا د ختيځې ولسوالۍ څارنوالې، جسیکا آبر چې دفتر يې دغه قضیه مخته وړي، د دوشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې وويل: «هغه خلک چې له ظلم او تروریزم څخه غواړي زموږ هیواد ته پناه راوړي، د دې وړ دی چې دلته خوندي ژوند ولري.»
آ/م.ک.ص/م.ک.