1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا، اوکراین ته د نور نظامي کومک ډاډ ورکړ

۱۴۰۱ آبان ۱۴, شنبه

د امریکا د جمهوررییس، جوبایدن د ملي امنیت مشاور، جېک سلوان اوکراین ته د روسیې سره په جنگ کي د امریکا متحده ایالاتو د دوامداره نظامي کومک وعده ورکړه.

https://p.dw.com/p/4J6oM
Symbolbild Ukraine: Armee greift Stützpunkt von Söldnergruppe Wagner an
انځور: Petra News Agency/dpa/picture alliance

هغه دغه خبري په کیف کي د اوکراین د جمهوررییس، ولودیمیر زیلنسکي سره د لیدو پر مهال وکړې او ویې ویل چي امریکا به د ۴۰۰ ملیونه ډالره (د ۴۰۹ ملیونه یورو معادل) په ارزښت د اوکراین سره نور نظامي کومک وکړي.
لکه څنگه چي د پنتاگون د ویاند مرستیالې، زابرینه سنگ رپوټ ورکړی، په دغه نوې نظامي بسته کي به د نورو تر څنگ ۴۵ T-72 ترمیم سوي او چِک سوي روسي ساخت جنگي ټانکونه شامل وي. دغه ټانکونه به د چک د جمهوریت څه ورولیږل سي. 
هالنډ هم غواړي ۴۵ دغه ماډل ټانکونه اوکراین ته ولیږي.