1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکایي پوځ: د شمالي کوریا رهبر کیم خپل هیواد رهبري کوي

۱۳۹۹ اردیبهشت ۴, پنجشنبه

د شمالي کوریا رهبر څنګه دی؟ داسې ګونګوسي دي چې کیم جونګ اُن د څو ورځو راهیسې په عام محضر کې نه دی راڅرګند شوی. امریکایې پوځ داسې شواهد په لاس کې نه لري چې ګوندې کیم دې وضعیت تر خپل کنترول لاندې ونه لري.  

https://p.dw.com/p/3bIAi
Nordkorea Kim Jong-un Besuch Luftabwehr Stützpunkt
انځور: picture-alliance/Yonhap

د امریکا د لوی درستیز مرستیال جان هایټن په خبره امریکایي پوځ په دې باور دی چې د شمالي کوریا رهبر کیم جون اُن د هغه د خراب روغتیايي وضعیت په اړه رپوتونو د خپریدو سربیره هم خپل هیواد رهبري کوي: «زه ګمان کوم چې کیم جونګ تر اوسه پورې د کوریا پر اتومي وسلو او ځواکونو بشپړ کنترول لري.»

هغه زیاته کړه چې د نورو سناریوګانو په اړه د فکر کولو په خاطر هیڅ دلیل شتون نه لري. هایټن خبریالانو ته وویل چې داسې استختباراتي معلومات په اختیار کې نه لري چې د کیم جونګ اُن جدي روغتیايي حالت تائيد یا هم رد کړي.

دغو اوازو او ګونګوسو وروسته له هغې زور واخیست کله چې دغه ۳۶ کلن ځوان تر یوې اونۍ د ډیر وخت له پاره په هغو تبلیغاتي پروګرامونو کې را ښکاره نه شو چې د دغه منزوي شوي کمونیستي هیواد د دولتي رسنیو له لارې په بهرنیو هیوادونو کې هم خپریږي.  

کیم د خپل هیواد له مهمو رخصتیو څخه تیریږي

هغه حتی د اپریل میاشتې په ۱۵ نیټه د خپل نیکه کیم ایل سونګ، د زوکړې په مناسبت جوړیدونکو مراسمو کې چې هر کال د شمالي کوریا په رسنیو کې ورته پراخ پوښښ ورکول کیږي هم را څرګند نه شو. د دغه هیواد د بنسټ ايښودونکي د زیږیدو ورځ لمانځنه د دغه هیواد په دولتي جنترۍ کې مهمه ورځ بلل کیږي. د کرونا ویروس د وبا له امله دغه مراسم هم په ډیر کوچني چوکاټ کې ترسره شول.

د کیم د خراب روغتیایي وضعیت په اړه ګونګوسې وروسته تر هغې لا زیات تقویه شوې کله چې د دوشنبې په ورځ د Daily NK انټرنټ پاڼې چې مقر یې په سئول کې دی او د شمالي کوریا په چارو کې تخصص لري، یو خبر خپور کړ. په دغه خبر یا رپوټ کې ویل شوي وو چې کیم د اپریل میاشتې په ۱۲ نیټه په یوه روغتون کې بستري شوی وو او د زړه عملیات یې کړي دي. د هغه روغتیایي وضعیت ډاډمن ښودل شوی وو.  

د امریکا متحده ایالاتو خبري آژانس  د استخباراتي ادارې د معلوماتو په حواله رپوټ ورکړی دی، چې د زړه تر عملیاتو وروسته د کیم وضعیت د اندېښنې وړ دی. د سویلي کوریا حکومت په دې هکله له احتیاط څخه کار اخیستی دی. په سئول کې د ولسمشرۍ دفتر ویلي دي چې کیم «په عادي ډول خپل فعالیتونه» پر مخ وړي.  

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ د سه شنبې په ورځ (د اپریل میاشتې په ۲۱) کیم ته د نیکو هیلو آرزو وکړه، خو ټینګار یې وکړ چې امریکا نه پوهیږي چې آیا د هغه د ناروغۍ په اړه ادعا شوي رپوټونه سم دی او که نه.

د شمالي کوریا دولتي رسنیو د چهار شنبې په ورځ هم د هغو خبرونو په اړه غبرګون نه دی ښودلی چې ګوندې کیم دې د زړه ناروغۍ له امله عملیات شوی وي.

زموږ له آرشیف څخه: