1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

امریکايي‌ ځواکونو پر طالبانو تازه هوايي بریدونه کړي

۱۳۹۹ خرداد ۱۶, جمعه

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویاند ویلي چې د اختر تر اوربند وروسته یې د لومړي ځل له پاره پر طالبانو هوايي بریدونه کړي دي. په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویاند په دې پیښه کې د تلفاتو په هکله څه نه دي ويلي.

https://p.dw.com/p/3dJB3
Afghanistan 2017 | Operation Resolute Support | US-Armee
انځور: picture-alliance/AP Photo/Operation Resolute Support Headquarters/Sgt. Justin T. Updegraff

نن د جمعې په ورځ (د ۲۰۲۰م کال د جون میاشتې په ۵مه نیټه) په افغانستان کې میشت د امریکايي ځواکونو ویاند، ډګروال سوني لیګیټ، پر خپله ټویټر پاڼه باندې پر طالبانو باندې د امریکايي ځواکونو د هوايي بریدونو خبر ورکړ. لیګیټ لیکلي: «د اختر تر اوربند وروسته، دا [پر طالبانو باندې] لومړي هوايي بریدونه وو.»

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویاند همدا راز لیکلي چې امریکايي ځواکونو د روانې جون میاشتې په ۴مه نیټه د شپې پرمهال دوه هوايي بریدونه ترسره کړي دي څو [د طالبانو] همغږي شوی برید شنډ کړي. لیګیټ زیاتوي چې ۲۵ طالب جنګیالیو په فراه ولایت کې د افغان امنیتي ځواکونو پر امنیتي پوستو باندې بریدونه کول.

ډګروال سوني لیګیټ په دغو ټویټري پیغامونو کې ټینګار کړی چې ټول اړخونه باید تاوتریخوالي کم کړي څو د سولې پروسه پرمخ ولاړه شي.

د امریکايي ځواکونو دغه ویاند همدا راز په کندهار ولایت کې هم پر طالبانو باندې د امریکا د هوايي بریدونو خبر ورکړ. لیګیټ په یوه بل ټویټري پيغام کې لیکلي دي: «نن له غرمې وروسته په افغانستان کې میشت امریکايي ځواکونو په کندهار ولایت کې پر طالب جنګیالیو چې پر افغان امنيتي ځواکونو یې بریدونه کول، هوايي بریدونه ترسره کړل.»

دغه امریکايي چارواکي د ترسره شویو بریدونو د تلفاتو په هکله جزئیات نه دي ورکړي. دا په داسې حال کې ده چې نن د جمعې په ورځ په زابل ولایت کې د طالبانو په یوه برید کې د لسګونو افغان سرتیرو د وژل کیدو خبر هم ورکړل شوی دی. یوې امنیتي سرچینې چي نه غواړي نوم يې خپور شي المان ږغ (دویچه ویله) ته وویل چې نن سهار د کابل کندهار پر لویه لار د زابل ولایت مرکز کلات اړوند د (جلدک) په سیمه کي د وسله والو طالبانو په برید کي ۱۵ پولیس وژل سوي دي.