1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

امریکايي پوهنتون: طالبان دې زموږ استادان آزاد کړي

۱۳۹۸ مرداد ۱۷, پنجشنبه

په افغانستان کې امریکايي پوهنتون له طالبانو غوښتي چې په عاجله توګه دې د دوی دوه برمته شوي پروفیسران آزاد کړي. درې کاله وړاندې، طالبانو د امریکايي پوهنتون دوه تنه پروفیسران وتښتول.

https://p.dw.com/p/3NXjX
Afghanistan Enführter Lehrer Timothy Weekes
انځور: picture-alliance/AP Photo

په افغانستان کي امريکايي پوهنتون د پنجشنبې په ورځ (۲۰۱۹م کال د اګست میاشتې ۸مه نیټه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره د طالبانو له لوري د خپلو دوو تښتل شوو استادانو د سملاسي آزادیدو غوښتنه کړې ده.

امریکايي پوهنتون د طالبانو له لوري د تښتول شوو پروفیسرانو د درو کلونو د پوره کیدو په مناسبت په خپله خپره شوې اعلامیه کې ټینګار کړی چې تعلیم دې په هر راز شخړه کې هدف نه ګرځول کیږي.

له نن څخه کابو درې کاله وړاندې د کیوین کینګ په نامه امریکايي پروفیسر او د ټیموتي ویکس په نامه یو بل استرالیايي پروفیسر طالبانو وتښتول. دغه دواړه تښتول شوي پروفیسران د ۲۰۱۶م کال د اګست میاشتې پر اومه نیټه د امریکايي پوهنتون ودانۍ ته څیرمه د کابل په غربي څنډه کې تښتول شوي وو.

د امریکايي پوهنتون له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي دي چې «د دغو استادانو په برمته کولو سره هیڅ هدف نه ترلاسه کیږي. پروفیسر کینګ او پروفیسر ویکس [باید] د خپلې کورنۍ او ملګرو په منځ کې وي.»

طالبانو د ۲۰۱۷م کال په اکتوبر میاشت کې ویلي ول چې د کینګ په نامه یو پروفیسر سخت ناروغ دی او بیړنۍ روغتیايي پاملرنې ته اړتیا لري، خو له هغه وخت وروسته یادې ډلې د دغو پروفیسرانو او د دوی د روغتیايي حالت په هکله هیڅ راز معلومات نه دي خپاره کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د همدې کال په جولای میاشت کې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ته وویل چې د یادو پروفیسرانو په هکله ښه خبر ته په تمه دی او دا چې طالبان ښايي دوی ډیر ژر آزاد کړي.