1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکايي جنرال: زه اوس له افغانستانه د وتلو کلمه نه کاروم

۱۳۹۸ شهریور ۶, چهارشنبه

یوه لوړپوړي امریکایي پوځي جنرال د چهارشنبې په ورځ وویل، تر دې مخکې چې امریکا له افغانستان څخه خپل ځواکونه وباسي، طالبان باید ډاډ ورکړي چې دغه هیواد د افراطیانو له پاره په یوه پټنځای نه بدلیږي.

https://p.dw.com/p/3Oecz
USA General Dunford beim National Press Club
انځور: Getty Images/M. Wilson

د امریکا متحده ایالاتو لوی درستیز جنرال جوزیف دانفورد، خبریالانو ته وویل: «زه همدا اوس [له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو] د 'وتلو' کلمه نه کاروم.»

هغه زیاته کړه: «زه [دا عبارت] کاروم، چې موږ ځان په دې خبره ډاډه کوو چې افغانستان [د ترهګرو] پټنځای نه وي. موږ به دا هڅه وکړو چې په افغانستان کې سوله او ثبات راولو.»

دغه امریکایي لوړپوړی پوځي چارواکی په داسې حال کې دغه څرګندونې کوي چې همدا اوس د قطر په پلازمینه، دوحه کې د طالبانو او امریکايي مرکچیانو تر منځ خبرې اترې روانې دي.

د خبرو تمرکز پر دې دی چې په افغانستان کې میشت امریکایي پوځیان له دې هیواد څخه ووځي خو په بدل کې باید طالبان داسې ژمنې وکړي چې ترهګرې ډلې د طالبانو تر کنترول لاندې سیمو څخه د امریکا او متحدینو پر ضد یې بریدونه نه کوي، بهرني ترهګر له خپلو سیمو شړي او عایداتي سرچینې یې له منځه وړي.

که څه هم تمه کیده چې د ورځې په اوږدو کې د افغانستان د سولې له پاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد، به افغانستان ته ولاړ شي، خو هغه د دوحې په ځایی وخت د شپې تر نهو بجو [د دې رپوټ د لیکلو وخت] پورې هم په دوحې او د خبرو اترو په ځای کې وو.

لا تر اوسه پورې روښانه نه ده چې د طالبانو او امریکا تر منځ تړون، چې ویل کیږي لا هم پرې کار روان دی، به کله نهايي شي. په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین، تر دې مخکې ویلي وو چې له امریکایانو سره تړون، نهايي کیدو ته نزدې دی.

مذاکراتو ته نزدې نورو سرچینو بیا دا خبره کړې ده چې لا هم پر ځینو موضوعګانو باندې بحث روان دی. ویل کیږي چې افغانستان ته د خلیلزاد په نزدې سفر کې به هغه له افغان چارواکو سره د خبرو پرمختګ شریک کړي. د طالبانو او امریکایي مرکچیانو د خبرو تر نهایي کیدو وروسته به بیا د افغانانو تر منځ خبرې پیل شي.

ms, afp