1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جنرال کوریلا: داعش ښايي پر امریکا او متحدینو یې بریدونه وکړي

امید دیدار
۱۴۰۱ اسفند ۲۶, جمعه

یو لوړپوړي امریکايي جنرال د داعش ډلې په اړه تازه څرګندونو کې ویلي دي چې کيدای شي دغه ډله له افغانستانه بهر پر امریکا او لوېدیځو متحدینو یې بریدونه وکړي.

https://p.dw.com/p/4Opyo
افغانستان کې د داعش ډلې خراسان څانګه، د ارشیف انځور
انځور: picture-alliance/dpa/G. Habibi

د سټار او سټرایپس په نوم یوې امریکايي خپرونې د امریکا د مرکزي قومندانۍ یا سینټکام عمومي قومندان جنرال مایکل کوریلا له قوله لیکلي چې داعش ډله ممکن په شپږو میاشتو کې وتوانېږي چې له افغانستانه بهر امریکا او د امریکا متحدین په نښه کړي.

هغه دا خبرې د پنجشبنې په ورځ د امریکا سنا جرګې د وسله والو خدماتو کمېټې د خبرو اترو یوې غونډې کې د داعش په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې کړي دي.

جنرال کوریلا ویلي دي چې دوی د داعش ډلې د خراسان څانګې د بریدونو مخنیوي له پاره له بهره په افغانستان کې د دغې ډلې پر ضد د عملیاتو له پاره مالي ملاتړ غوښتی دی.

افغانستان کې د داعش ډلې خراسان څانګه، د ارشیف انځور
افغانستان کې د داعش ډلې خراسان څانګه، د ارشیف انځورانځور: picture-alliance/dpa/G. Habibi

داعش د طالبانو د بلخ پر والي د برید مسئولیت منلی

دا امریکایي نظامي چارواکي په داسې حال کې د داعش له لوري پر امریکا او د هغې پر متحدینو د بریدونو د ګواښ خبرداری ورکوي چې په افغانستان کې واکمن طالبان داعش ډله لوی سرخوږی نه بولي.

د طالبانو ادارې ویاند ذبېح الله مجاهد دویچه ویله ته د امریکايي جنرال مایکل کوریلا څرګندونې رد کړې او زیاته یې کړه چې د دوی د حکومت له پیلېدو راهیسې داعش ډله په افغانستان کې ځپل شوې ده.

هغه وايي: «موږ یې په کلکه ردوو. دوی هېڅ دلیل نه لري. د اسلامي امارت له راتلو وروسته داعش فوق العاده په افغانستان کې ځپل شوې او اوس د نابودۍ په حال کې ده او داسې څرګندونې خپله داعش ته کمپاین دی.»

افغانستان کې د داعش ډلې خراسان څانګه، د ارشیف انځور
افغانستان کې د داعش ډلې خراسان څانګه، د ارشیف انځورانځور: picture-alliance/dpa/G. Habibi

ذبېح الله مجاهد وايي، حکومت به یې چاته اجازه ور نه کړي چې د افغانستان خاوره د بل هيواد پر ضد وکارول شي: «د داعش له نومه دې د تبلیغاتو په توګه استفاده نه کېږي.»

داعش ډله طالبانو ته څومره ګواښ ده؟

که څه هم د طالبانو ویاند ذبيح الله مجاهد وايي چې داعش ډله یې په خپله یونیم کلنه واکمنۍ کې له پښو غورځولې؛ خو وخت نا وخته د طالبانو په عملیاتو کې د داعش ډلې د غړو د وژلو او ټپي کولو خبر ورکوي.

داعش ډلې ته منسوبې خبرپاڼې هم ډېر ځل د لویو او کوچنیو بریدونو مسئولیت مني او همدا تېره شپه یې ادعا کړې ده چې په پلازمېنې کابل او د ننګرهار په شیرزادو ولسوالۍ کې يې طالبان وژلي دي، خو د طالبانو حکومت په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د مارچ میاشتې پر ۱۱ نېټه په بلخ کې د خبریالانو پر یوې غونډې د برید مسئولیت هم همدغې ډلې ومانه، چې د دوو کسانو پر وژل کېدو سربېره پکې ۱۶خبریالان او نور کسان ژوبل شول.

افغانستان کې د داعش ډلې خراسان څانګه، د ارشیف انځور
افغانستان کې د داعش ډلې خراسان څانګه، د ارشیف انځورانځور: picture-alliance/dpa/G. Habibi

د سیاسي چارو کارپوهان داعش ډله یوه فکري نه بلکې داسي ډله ګڼي چې ګويا د نورو اړخونو د موخو له پاره فعالیت کوي.‌

داعش په کابل کې پر هوټل د برید مسئولیت منلی دی

سیاسي شنونکي ډاکټر حکمت دویچه ویله ته وویل چې په افغانستان کې اوس داسې کومه ډله نشته چې سیمه او نړۍ وګواښي. هغه وويل: »داعش يوه پروژه يي ډله ده که يې مالي ملاتړ وشي، نو ښايي سیمې او نړۍ ته ګواښ پېښ کړي.»

څه موده مخکې د متحده ایالاتو د باندنیو چارو وزارت هم د داعش خراسان څانګه د افغانستان له پاره «خطرناک ګواښ» بللې وه. د دغه وزارت ویاند نېډ پرایس رسنیو ته ویلي ول چې امریکا متحده ایالات له داعش سره مبارزې ته ژمن دي او «که اړتیا شوه نو دوی به یې پر ضد ګام پورته کړي.»

آيا پاکستان طالبان او داعش افغانستان او پاکستان ته خطر دي؟

امید دیدار امید دیدار د المان بن ښار کې د دویچه ویله په مرکزي دفتر کې ملټي میډیا خبریال دی.
د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب