1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا: په زرونو ښځو د ترامپ پر ضد لاريون وکړ

۱۳۹۹ مهر ۲۷, یکشنبه

د امريکا په مختلفو ښارونو کې په زرونو ښځې واټونو ته راووتې او د ترمپ او د امريکا سترې محکمې ته د يوې نوماندې پرضد يې اعتراض وکړ. د «ښځو لاريون» سمبالونکي وايي چې په دغه اعتراضي حرکت کې له سل زرو ډيرو ښځو ګډون درلود.

https://p.dw.com/p/3k6CA
USA I Protest I Womens March I Surpreme Court
انځور: Michael McCoy/Reuters

د امريکا په مختلفو ښارونو کې په زرونو ښځې واټونو ته راووتې او د ترمپ او د امريکا سترې محکمې ته د يوې نوماندې پرضد يې اعتراض وکړ. د «ښځو لاريون» سمبالونکي وايي چې په دغه اعتراضي حرکت کې له سل زرو ډيرو ښځو ګډون درلود.

د ښځو له حقونو څخه دفاع، د ترمپ د ښځو ضد سیاست او د هغه له خوا د امريکا لويې څارونوالۍ ته د يوې نوماندې په معرفي کولو کې بيړه، د دغو مظاهرو (د ښځو مظاهرې) اصلي موخې وې.

د فرانسې خبري آژانس د يکشنبې په ورځ د دغو مظاهرو د مسئولانو له قوله خبر ورکړ چې له سلو زرو څخه ډيرو کسانو په دغو مظاهرو کې ګډون درلود چې اکثره يې ښځې وې. مظاهرې د شنبې په ورځ د واشنګتن په ګډون د امريکا متحده ايالاتو په څو لويو ښارونو کې ترسره شوې.

د رپوټونو په اساس، مظاهره کونکو پر ترمپ باندې اعتراض وکړ چې د امريکا د سترې محکمې د مړې شوې ليبرالې قاضي، ځای ناستې ته يې د خپلې خوښې نومانده قاضي انتخاب کړې ده.

د امريکا د لويې څارنوالۍ ليبراله قاضي، میرمن روث بيدر ګينز برګ څو اوونۍ مخکې مړه شوه او دونالد ترمپ، ايمي کني برت، د هغې د ځای ناستې په توګه نومولې ده.

د امريکا د اساسي قانون له مخې د سترې محکمې قاضيان د ولسمشر په وړانديز او د سنا تر تائيد وروسته انتخابیږي. دغه دنده د عمر تر پايه پورې وي، يوازې په هغه صورت کې نه وي چې قاضي په خپله استعفا ورکړي او يا کانګريس يې استیضاح او له دندې يې ګوښه کړي.

ترمپ او د هغه د جمهوري غوښتونکي ګوند پلويان چې د سنا اکثريت څوکۍ يې په اختيار کې دي، هڅه کوي د نومبر د درېمې انتخاباتو څخه د مخه، ياده نومانده قاضي په دنده وګمارل شي.

په حاضر وخت کې د امريکا د سترې محکمې د ۹ قاضیانو له ډلې څخه پنځه يې محافظه کارانه تمايل لري چې جمهوري غوښتونکو ته نژدې دي.

په سنا کې د جمهوري غوښتونکو اکثریت ته په کتو، د ايمي برت انتخاب حتمي ښکاري، چې په دې کار سره به په سترې محکمې کې د دواړو ګوندونو توازن د دموکراټانو په زيان تغيیر کوي.

اوس جمهوري غوښتونکو خپلې ټولې هڅې په لاره اچولي تر څو د ګينز برګ د ځای ناستې موضوع له انتخاباتو څخه دوه اوونۍ مخکې مشخصه شي. د اکتوبر په ۲۲مه د ترمپ د خوښې نوماندې ته رایې ورکول کيږي.

د امريکا د شنبې ورځې مظاهرې د ۲۰۱۷م کال د مظاهرو په څير وې چې د امريکا د ۴۵م ولسمشر په توګه د ترمپ د کار د پيل خلاف ترسره شوې وې. هغه وخت شاوخوا ۳ ميليونه کسانو په مظاهرو کې ګډون کړی وو، خو دا ځل د کرونا وبا په دليل، په لږ کسانو سره ترسره شوې.

دویچه وله ف/ م.ک.ص./م.ن.ص.