امريکا په تاجکستان کي د پوځي اډې د جوړيدو خيال نه لري
۱۳۸۹ شهریور ۱۰, چهارشنبههغه د تاجکستان د جمهورريس سره تر ليدني وروسته وويل چي «موږ هيڅ ډول پلان نه لرو چي په تاجکستان کي کومي پوځي اډې جوړي کړو.»
د روان کال د جون په مياشت کي په تاجکستان کي د امريکا د متحده ايالاتو سفير ګين ګروس په هغه هيواد کي د ۱۰ ملينو امريکايي ډالرو په ارزښت د امنيتي ځواکونو د تمرين د يو مرکز د جوړيدو اعلان وکړی.
خو هغه وويل چي د تمرين دغه مرکز به يوازي د تاجکي امنيتي ځواکونو د پاره وي. هلته به نه امريکايي پوځيان روزونکي او نه به هم امريکايي پوځيان وي.
رابرت وويل:« موږ د تاجکستان د دولت سره د افغانستان سره په سرحدي سيمو کي امنيت ساتلو او د نشه موادو د قاچاق د مخنيوي په برخه کي ډيري ښې اړيکي لرو.»
هغه زياته کړه چي موږ بايد د هغو نشه يي موادو مخه ونيسو چي د افغانستان څخه د تاجيکستان دلاري مرکزي اسيا، روسيې او نورو هيوادونو ته تيريږي.
د هغه په خبره زموږ ددواړو دولتونو تر منځ د نشه موادو د مخنيوي خبره ډيره مهمه ده.
واشنګټن په پلان کي لري چي د مني تر پاي پوري د تاجکستان سره د امنيتي ځواکونو د تمرين د پاره د يو مرکز د جوړيدو سند لاسليک کړي او د ۲۰۱۱ کال د مخه په کار پيل نسي کولای.
تير کال تاجکستان په افغانستان کي د ناټو ځواکونو ته اجازه ورکړه چي د خاوري څخه يې غيري پوځي اکمالات وکړي.
د ۲۰۰۱ کال د مني راهيسي د دوشنبې په هوايي ډګر کي ۳۰۰ تنه فرانسوي عسکر په افغانستان کي د ناټو ځواکونو د ملاتړ په موخه مېشت دي.
په تاجکستان کي دغه راز د روسي ځواکونو يوه اډه سته چي شمېر يې شاوخوا ۶۰۰۰ عسکرو ته رسيږي.
انترفکس/ نجيب الله زيارمل
کتونکی: عبدالباري حکيم