1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا يوه ټول شموله حکومت ته د واک پر ليږد ټينګار کوي

۱۴۰۱ آبان ۲۴, سه‌شنبه

امريکا ويلي چې په افغانستان کې يوه ټول شموله حکومت ته د واک د ليږد په پار به فشار اچونې ته دوام ورکړي. د بهرنيو چارو وزارت اعلاميه کې ټینګار شوی چې په دې برخه کې له سياسي، اقتصادي او دیپلوماتیکو وسيلو کار اخيستل کیږي.

https://p.dw.com/p/4JXgn
US-Außenministerium
انځور: Tim Brakemeier/dpa/picture alliance

د امريکا متحده ایالاتو د بهرنيو چارو وزارت په دې وروستيو کې په خپله انترنت پاڼه کې د افغانستان د وګړو د مهاجرت په اړه د تازه معلوماتو د ورکولو له پاره يوه نوې برخه رامنځته کړې ده. په دې برخه کې د کډوالۍ په هکله پر معلوماتو سربیره ټينګار شوی دی چې امريکا د افغانستان د وګړو له ملاتړه برخمن يوه ټول شموله حکومت ملاتړ کوي.

د دې اعلامیې په يوه برخه کې ویل شوي: «د افغانستان له خلکو سره زموږ ژمنتيا ادامه لري. موږ به فشار واردونکو کړنو ته تر هغه وخته ادامه ورکړو چې يوه ټول شموله او داسې حکومت ته د واک د منظم ليږد امکان برابر شي چې په ځانګړي توګه د ښځو او اقليتونو له ملاتړه برخمن وي.»

امریکا که چین؛ طالبان له کومو هېوادونو سره ملګرتیا کوي؟

تر دې دمخه هم امریکا متحده ایالاتو او په ټوله کې نړيوالې ټولنې په څو ځلي د طالبانو له خوا د يوه ټول شموله حکومت د جوړيدو غوښتنه کړې ده. دغو هيوادونو د بشري حقونو تامين او د دې ډول يوه حکومت رامنځته کول له طالبانو سره د تعامل د شرطونو په توګه مطرح کړي دي خو طالبانو تر اوسه دا غوښتنه نه دي پر ځای کړي. دا ډله خپل حکومت ټول شموله او د نړيوالې ټولنې غوښتنې په خپلو داخلي چارو کې مداخله ګڼي.

پر افغانستان د امريکا د بريد پایلې څه وې؟

خو د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په اعلاميه کې ټینګار شوی دی چې په دې برخه کې به: «موږ د هر ډول ديپلوماتيکو، سياسي او مرستندویه امکاناتو څخه استفاده وکړو څو د افغانانو له بنسټيزو حقونو څخه دفاع وشي. بشري مرستو ته د دغه هيواد د لاس رسي د ادامې ملاتړ کوو او غواړو ډاډ ترلاسه کړو چې طالبان خپلو ژمنو ته پاملرنه کوي.»

طالبانو تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښوولی. تر اوسه له افغانستانه دباندې سياسي څيرو د ځينو سياسي خوځښتونو په رامنځته کولو سره په افغانستان کې د یوه «ټول شموله دولت» د جوړولو په اړه د مذاکراتو د پيلولو غوښتنه کړې ده؛ هغه څه چې طالبان یې تل ردوي.

زموږ له آرشيف څخه:

آیا پر طالبانو تازه بندیزونه به دغه ډله اصلاحاتو ته اړ کړي؟