1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا پر اروپايي توليداتو باندې تعرفې وضع کړې

۱۳۹۸ مهر ۲۶, جمعه

د متحده آيالاتو او اروپايي ټولنې تر منځ تجارتي شخړه تونده شوې. د پنېر، واين او زيتون د غوړو په څېر توليدات به د دغو تعرفو له کبله په امريکا کې لا قيمته شي. بروکسل هم د غچ اخيستو ګواښ کړی.

https://p.dw.com/p/3RV8P
Boeing und Airbus auf Luftfahrtmesse in Paris-Le Bourget
انځور: picture-alliance/dpa/S. Suki

د امريکا متحده آيالاتو د نن جمعې (د ۲۰۱۹ کال د اکتوبر ۱۸مې) راهيسې پر بېلابېلو اروپايي توليداتو باندې ۲۵ سلنه جزايي تعرفې وضع کړې دي. په تېره د آلمان او فرانسې واين، د ايټاليا پارمجانو پنېر، د هسپانيې د زيتونو غوړي او د ايرلنډ کوچ ورڅخه ډېر اغېزمن شوي دي. د آيربس شرکت د الوتکو پر وارداتو باندې لا لس سلنه ډېر لګښت هم ټاکل شوی دی. دغه جزايي تعرفې به د امريکا متحده آيالاتو ته د اروپايي توليداتو واردات لا پسې قيمته کړي. که امريکايي پېرېدونکي يا مشتريان آرزانه بديلو توليداتو ته مخه وکړي، نو ښايي له اروپايي ټولنې څخه صادرات هم راکم شي. ټول ټال د ۷،۵ مليارډو امريکايي ډالرو په مقدار توليدات له دغې شخړې څخه اغېزمن شوي دي. 

د ايټاليا د »پارمجانو« ډوله پنېر په برخه کې د وروستيو جزايي تعرفو تاثيرات ډېر ښه ليدل کېدای شي. د اوس په څېر د کيلو په سر د ۲،۱۵ امريکايي ډالرو پر ځای به وروسته له دې ۶ امريکايي ډالره د ګمرک په برخه کې چارجيږي. دغه خبره د پارمجانو لوی شرکت کوي. دا په داسې حال کې ده چې د امريکا متحده آيالات له فرانسې وروسته د پارمجانو دويم مهم بازار دی چې صادرات ورته کيږي. 

Käse Reibekäse Parmesan
د ايټاليا مشهور پارمجانو پنېرانځور: Fotolia/Olaf Wandruschka

د آيربس سبسيډيو له کبله غچ اخيستنه

د امريکا متحده آيالاتو د اکتوبر مياشتې په پيل کې د اروپايي ټولنې له خوا د قانون خلاف سبسيډيو يا تقاوي مرستو له کبله د الوتکو پر جوړونکي شرکت آیربس باندې د جزايي تعرفو د لګولو ګواښ کړی وو. د سوداګرۍ د نړيوال سازمان منځګړو د متحده آيالاتو حکومت ته د دې اجازه او حق هم ورکړی وو چې د ۷،۵ مليارډو ډالرو په مقدار تر سل سلنې کچې پورې جزايي تعرفې وضع کړي. اروپايي ټولنې تر وروستۍ شېبې پورې هڅه کړې وه چې د الوتکو د جوړونکو شرکتونو په برخه کې د بنديزونو په سر شخړه د خبرو اترو له لارې هواره کړي. 

بروکسل اوس د غچ اخيستلو ګواښ کړی، ځکه چې اروپايي ټولنې د سبسيډيو يا تقاوي مرستو په سر په يوه ورته قضيه کې د متحده آيالاتو د هوايي چلند د شرکت بوينګ په برخه کې هم همدغسې اجازه او حق په لاس وروړی وو. اروپايي ټولنه هم ښايي راتلونکی کال په ورته اندازه جزايي تعرفې وضع کړي، په داسې حال کې چې د دغې لانجې په اړه د سوداګرۍ د نړيوال سازمان پرېکړه به ښايي هم په ۲۰۲۰ کال کې وشي.

 DW/NS/AWA