امريکا پاکستان ته نوري څرخي الوتکي ورلېږلي
۱۳۸۹ مرداد ۲۱, پنجشنبهد امريکا د متحده ايالاتو د دفاع وزير رابرت ګېټس ويلي دي چي په پاکستان کي د سېلاب ځپلو سره د عاجلو مرستو د رسولو دپاره يې هغه هيواد ته نوري څرخي الوتکي لېږلي دي.
د واشنګټن پوست ورځپاڼي د خبر سره سم تر اوسه پوري په پاکستان کي سېلاب ځپلو ته د مرستي د رسولو په عملياتو کي ۶ امريکايي څرخي الوتکو برخه درلوده چي هغه د افغانستان څخه ور اوښتې وې.
اوس به دغه الوتکي بيرته افغانستان ته ور اوړي.
د ورځپاڼي په خبره ددغو الوتکو ځای به اوس هغه ۱۹ څرخي الوتکي نيسي چي د کراچي په بندر کي د WMC په نامه بېړۍ کي ولاړي دي.
د پاکستان حکومت د راپور له مخه د سيلابونو د قربانيانو شمېر ۱،۲ ميليونو انسانانو ته رسېدلی دی.
ملګرو ملتونو ويلي دي چي تر اوسه پوري ۱۶۰۰ کسانو خپل ژوند د لاسه ورکړی دی.
اسلام آباد ويلي دي چي ددغو سيلابونو څخه ۱۴ ميليونه انسانانو ته زيانونه ور اوښتي، يا د هغوﺉ کورونه يا يې مځکي د منځه تللي دي.
ag/ نجيب الله زيارمل
کتونکی: عبدالباري حکیم