امريکا له طالبانو سره تړون له پاره د امنيت شورا ملاتړ غواړي
۱۳۹۸ اسفند ۲۰, سهشنبهپه هغه مسوده کي چي د فرانسې خبري آژانس ته رسيدلې ده، راغلي دي چي د ملگرو ملتونو د امنيت شورا د کابل له حکومت څخه غوښتي دي چي د سولې پروسه پر مخ بوزي او په بين الافغاني خبرو اترو کي برخه واخلي.
په دغو خبرو اترو کي به د ښځو په شمول افغاني سياستوال او مدني ټولني هم گډون کوي.
د امريکا متحده ايالاتو له خوا وړاندي سوي مسودې په متن کي همدارنگه راغلي دي، چي د امنيت شورا د بين الافغاني خبرو اترو شروع کيدو ته تیاره ده، د کوم پر اساس چي به په ۲۰۱۱م کال کي د انفرادي کسانو او ډلو پرضد د ملگروملتونو له خوا وضع سوو بنديزونه هم د سره ارزيابي کيږي. په دې ډول سره به نو د «سولي پروسې څخه ملاتړ» وسي.
د امريکا متحده ايالاتو د فبرورۍ مياشتي په پای کي له طالبانو سره يو تړون لاسليک کړ چي په افغانستان کي د دايمي سولې د راتلو له پاره يې لاره هواره کړه.
په اول قدم کي دا په نظر کي نيول سوي چي امريکا متحده ايالات به د ۱۳۵ ورځو په ترڅ کي خپل د ټولو ځواکونو شمير چي څه د پاسه ۱۲ زره دی، ۸۶۰۰ ته راکم کړي او په دغه هيواد له تقريبأ ۲۰ نظامي اډو څخه پنځه وتړي.
ددې په مقابل کي بايد طالبان ډاډ ورکړي چي د القاعده او داعش پرضد به جنگيږي او په کابل کي د افغان حکومت سره د سولې خبري پيلوي. که طالبان خپلي دغه ژمني پوره کړي، نو امريکا متحده ايالات او متحدين به يې د ۱۴ مياشتو په جريان کي خپل ټوله ځواکونه له افغانستان څخه وباسي.