1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا له افغانستانه د وتلو پلان وړاندې کړ

۱۳۹۸ اسفند ۱۳, سه‌شنبه

امريکا له افغانستانه د خپلو لومړيو ځواکونو د ايستلو له پاره طرحه وړاندې کړې. د امريکا د لوی درستیزانو د کميټې مشر په دې ترڅ کې وويل چې له طالبانو سره د تړون تر امضاء کيدو سملاسي وروسته تاوتريخوالی صفر ته نه شي رسیدلی.

https://p.dw.com/p/3Ymbz
USA Washington | Mark Esper, Verteidigungsminister
انځور: picture-alliance/dpa/divids

د امريکا متحده ایالاتو او وسله والو طالبانو ترمنځ د شنبې په ورځ د قطر په پلازمينه دوحه کې د افغانستان د اتلس کلنې جگړې د ختمولو په موخه يو تړون لاسليک شو. تر دې يوازې دوه ورځې وروسته د امريکا د دفاع وزير مارک ايسپر په يوه خبري غونډه کې د افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د رايستلو مهال ويش په ډاگه کړ.

بل لوري ته طالبانو هم د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د افغانستان امنيتي ځواکونو پر وړاندې به خپل بريدونه بيرته پېل کړي او تر هغه به په بين الافغاني خبرو اترو کې گډون ونه کړي تر څو چې یې افغان حکومت څه نا څه ۵۰۰۰ بنديان آزاد نه کړي.

ايسپر وويل چې په افغانستان کې یې د امريکايي پوځونو مشر جنرال سکاټ ميلر ته اختيار ورکړې چې د لومړيو عسکرو په رايستلو پېل وکړي چې دا به ښايي په راتلونکې لسو ورځو کې وي.

ايسپر وويل: «قوماندان [ميلر] ته زما لارښوونه دا وه چې راځئ چې حرکت وکړو او د دې کار د ترسره کولو له پاره خپل پوره باور وښيو او ټوله هڅه وکړو.»

ايسپر وويل چې امريکا په ۱۳۵ ورځو کې دننه د خپلو عسکرو شمير ۸۶۰۰ ته را کم کړي او بيا به وضعيت وارزوي.

په دوحه کې په لاسليک شوي تړون کې راغلي چې امريکا متحده ايالات به په ۱۴ مياشتو کې خپل ټول ځواکونه وباسي خو په دې شرط چې طالبان د تاوتريخوالي د کمولو پر خپله ژمنه ودريږي او له هغو وسله والو ډلو سره چې امريکا متحده ایالات او متحدين یې گواښي، اړيکي پرې کړي.

ايسپر سره د پنتاگون په همدې غونډه کې د امريکا د لوی درستیزانو د کميټې مشر جنرال مارک ميلي وويل چې دا احتمال نه لري چې په افغانستان کې تاوتريخوالی صفر ته راکښته شي. نوموړي زياته کړه: «دا به [تاوتريخوالی] احتمالاً سملاسي صفر ته راکښته نه شي. دغه څه به ښايي ونه شي.»

د ايسپر او میلي تر څرگندونو څو ساعته د مخه په خوست کې د فوټبال د يوې لوبې پر مهال بمي چاودنې شوې وه چې درې تنه پکې وژل شوي او يولس نور ټپيان شوي دي. خو د افغانستان دفاع وزارت په حواله د بريد مسئوليت هیڅ کومې ډلې پر غاړه نه دی اخيستی.

bs/sr (rtre)