امريکا ـ د پخواني عسکر په ډزو ۵ انسانان ووژل سول
د امريکا د متحده ايالاتو په فلوريدا ايالت کي يو وسله وال کس په ډزو کي ۵ انسانان ووژل. دغه پېښه د فورت لاودردال په هوايي ډګر کي رامنځ ته سوه.
د ډزو وروسته وارخطايي رامنځ ته سوه.
پوليسو سمدلاسه د هوايي ډګر امنيت ټينګ کړ.
زيات مسافر له بيري د الوتکو ډګر ته ووتل.
بعضي مسافرينو د بريد وروسته پر ټولنيزو رسنيو خپل ليدلی احوال خپور کړ.
وسله وال کس د پوځ پخوانی عسکر اوسېدلی چي په عراق کي يې هم دنده تر سره کړې وه.
په دغه بريد کي لږ تر لږه ۵ انسانان وژل سوي او ۸ نور ژوبل سوي دي.
د رسنيو د خبرونو پر اساس وسله د بريدګر په سامان کي موجوده وه.
انځورونه
1 | 7انځورونه