امريکا غواړي په مني کي يوشمېر عسکر د افغانستان څخه وباسي
۱۳۸۷ تیر ۲, یکشنبهدناټو ځواکونو آلماني جنرال ايګون رمز په افغانستان کي دآيساف دعسکرو دشمېر د لږ والي څخه شکايت کړی دی . نوموړي ويلي دي چي، دناټو دغړيو هيوادونو لخوا په بسياکونکې اندازه د ځواکونو په لېږلو کي د ځنډ راتلو له امله ددې عسکرو د ماموريت نېټه بېځايه اوږديږي . داخبره ده نن د يکشنبې په ورځ دالمان د دويچلند فونک په راډيو کي په يوه مرکه کي کړې ده. اوزياته کړې يې ده چي، ناټو د اړتيا په وخت کي د نور اضافي ځواک د لېږلو لپاره هيڅ احطياطي عسکر په واک کي نلري . په ټوليزه توګه د دوی د5000 او6000 ترمينځ عسکر لږدي .
د ناټو ځواکونو آلماني جنرال رامز زياته کړې ده چي، که دامريکا متحده ايالتونه لکه څنګه چي يې ويلي دي، چي خپل یو شمېر عسکر به په مني کي د افغانستان څخه وباسي وضعه به لا پسي خرابه سي .
د ناټو ځواکونو دغه آلمانی جنرال په داسي حال کي افغانستان ته د نورو عسکرو د استولو غوښتنه کوي چي د تيري جمعې په ورځ د آلمان دوو نامتو ورځپاڼو، د ي ويلت او فرانکفورت الګيماين ليکلي وه چي ددغه هيواد د دفاع او بهرنيوچارو وزيران په دې هلو څلو کي دي چي د راتلونکي چارشنبې په ورځ افغانستان ته د نورو زرو تنو عسکرو د لېږلو اعلان وکړي.