1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا؛ د کلیزې په مراسمو کې ډزو مرګ ژوبله اړولې

۱۴۰۲ فروردین ۲۸, دوشنبه

د نڅا په یوه کلب کې د کلیزې په یوه محفل کې په ډزو کې لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي او په لسونو نور ټپیان دي. د امریکا ولسمشر جو بایدن، تر پېښې وروسته د وسلو کارولو په قوانینو کې د اصلاحاتو غوښتنه کړې ده.

https://p.dw.com/p/4QBB8
USA Alabama | Schießerei in Dadeville
انځور: Megan Varner/Getty Images

امريکايي چارواکو د يکشنبې په ورځ وويل چې دغه ډزې د الاباما ایالت په ډيډويل سیمه کې د یوې کلیزې له پاره په جوړو شوو مراسمو کې شوي چې په کې لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي او ۲۸ نور ټپيان دي. د يو شمير ټپيانو روغتيايي وضعیت د اندېښنې وړ بلل شوی. پېښه له پلازمېنې مونټګيمري څخه شمال شرق لور ته په ۱۰۰ کیلومتره لرې پرتې یوه سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

رپوټونه وايي چې چارواکو تر اوسه په دې هکله چې دغه ډزې په څه دليل شوي، څه نه دي ويلي. دا چې د پېښې په تړاو دې کوم شکمن کس وژل شوي یا نیول شوی وي هم څه نه دي ويل شوي.

ورته مطلب:د امریکا په هاوايي کې د جنګي چرګانو لوبه کې ډزو مرګ ژوبله اړولې

د الاباما د قانون پلې کونکې ادارې يوه ویاند جیرمي برکټ، یوازې دومره وويل چې «موږ د پېښې په اړه پلټنه کوو او د قربانيانو کورنیو ته د عدالت د تامينولو په خاطر خپلې نهايي هڅې کوو.»

د ډيډويل سیمې د پولیسو مشر جوناتهن ايل فلائیډ، د یوه خبري کنفرانس پر مهال له خلکو وغوښتل چې له زغم څخه کار واخلي. د دغې سيمې د کلیسا یوه ارشد کشیش وويل چې په ډزو کې ډيری اغیزمن شوي کسان ېې د کم عمر خاوندان دي. هغه وويل چې «ډيډويل یو کوچنی ښار دی او امکان لري چې د سېمې هر شخص له دغې پېښې اغیزمن شوی وي.»

عيني شاهدانو ځايي رسنیو سره په خبرو کې ويلي دي چې ډزې د نڅا په یوه کلب کې د کلیزې مراسمو په جریان کې شوي. زیاته شوې چې په وژل شوو کسانو کې يو امريکايي فوټبالر هم شامل دی.

ورته مطلب:په امریکا کې یوه وسله وال په ډزو شپږ تنه وژلي دي

د امریکا متحده ايالاتو ولسمشر جو بایدن، د دغې پېښې په غبرګون کې وويل: «زموږ پر خلکو آخر څه شوي چې اوس حتی ماشومان هم نه شي کولی له بېرې پرته د کلیزې په مراسمو کې ګډون وکړي؟»

بايدن يو ځل بیا پر کانګرس فشار راوړ تر څو هغوی داسې داسې قوانين منظور کړي چې له مخې ېې د وسلو تولیدونکي ځواب ګويه واوسي. بایدن وويل چې دغه ډول وژونکو وسلو او مهماتو ته لاسرسی باید محدود کړل شي.

څو ورځې مخکې د امريکا په تينسي او کنتاکي ایالتونو کې هم د ډزو ورته پيښې شوې وې چې یو شمیر کسان په کې وژل شوي ول. په امریکا متحده ایالاتو کې د روان کال له پیل راهیسې دا ډول ګڼې پېښې شوي چې مرګ ژوبله یې لرله ده.

ورته مطلب:کالیفورنیا: په ډزو کې ۷ کسان وژل شوي

دويچه ویله ا/م.ک.ص./ا.ر

دلته د وسلو پر موضوع زموږ له آرشیف څخه یو انځوریز البوم هم کتلی شئ.