1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا د حکومت او طالبانو ترمنځ د بندیانو تبادله ستايلې ده

۱۳۹۹ فروردین ۲۵, دوشنبه

د افغانستان د سولې له پاره د امريکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمی خليلزاد، د افغان حکومت او طالبانو له خوا د بنديانو آزادول ستايلي دي. نوموړي دا د سولې پر لور لومړی ګام بللی دی.

https://p.dw.com/p/3ap1Q
US-Sondergesandter Khalilzad für Afghanistan
انځور: Getty Images/AFP/K. Jaafar

د سره صليب د نړيوالې کميټې په حواله طالبانو د يکشنبې په ورځ (د اپريل مياشتي ۱۲) د افغان امنيتي ځواک شل تنه بنديان آزاد کړل. طالبانو د حکومت له خوا په تيره اوونۍ کې د سونو طالب زندانيانو تر آزادولو وروسته دا ګام پورته کړی دی.

زلمي خليلزاد د تويتر له لارې په دې اړه ويلي: »د زندانيانو آزادول د سولې پروسې او تاوتريخوالي د کمولو په برخه کې يو مهم ګام دی.«

نوموړي زياته کړې: دواړې خواوې د امريکا او طالبانو ترمنځ په تړون کې د ټاکل شويو هدفونو د ترسره کولو له پاره بايد ژر تر ژره خپلې هڅې کړندۍ کړي.

خليلزاد زياته کړې چې د کرونا ويروس د خپريدو د ګواښ له کبله د زندانيانو تبادله تر بل هر وخت ډيره مهمه ده.

د افغانستان د ملي امنيت شورا ویاند جاويد فيصل د دوشنبې په ورځ وويل چې حکومت له چهار شنبې ورځې راهيسې د بګرام له زندان څخه د هغه ۶۱ زندانيانو په ګډون چې د يکشنبې په ورځ آزاد شوي، په ټوله کې ۳۶۱ طالبان آزاد کړي دي.

نوموړي زياته کړه: »د آزادولو دا لړۍ به نورو زندانونو ته هم وغځوله شي څو ۱۵۰۰ زندانيان آزاد کړل شي.«

په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر ویاند سهيل شاهين هم د آلمان خبري آژانس ته ويلي چې دوی هم له خپلو زندانانو ۲۰ تنه آزاد کړي دي. شاهين د يکشنبې په ورځ وويل: »موږ نن د کابل د رژيم شل تنه بنديان آزاد او په کندهار کې د سره صليب کميټې ته وسپارل.«

په افغانستان کې د سره صليب کميټې د پلاوي مشر هم د افغان امنيتي ځواک د شلو تنو منسوبينو آزادول تائيد کړل.

خليلزاد د امريکايانو په استازيتوب د فيبرورۍ پر ۲۹ نیټه له طالبانو سره يو تړون لاسليک کړ چې د طالبانو له خوا د بېلا بېلو تعهداتو په بدل کې له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو وتلو ته لاره هواروي.

په دې تړون کې راغلي چې افغان حکومت به ۵۰۰۰ طالب زندانيان، او وسله وال طالبان به بيا ۱۰۰۰ تنه افغان امنيتي پرسونل آزادوي.

په اصل کې دغه پروسه بايد په تیره میلادي مياشت کې بشپړه شوې وای خو د دواړو خواو ترمنځ اختلافات یې په مخ کې خنډ شول.

(bs/nz (dpa