1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياآسیا

امريکا درې ميليون دوزه واکسين افغانستان ته ورکوي

۱۴۰۰ تیر ۴, جمعه

سپيني ماڼۍ اعلان کړی دی چي افغانستان ته د جانسون او جانسون واکسين درې ميليونه دوزه لېږي، تر څو له کرونا سره د مبارزې په برخه کي له دغه هيواد سره مرسته وکړي.

https://p.dw.com/p/3vXG4
Coronavirus | Impfstoff von Johnson & Johnson
انځور: Eibner-Pressefoto/EXPA/Feichter/imago images

د سپيني ماڼۍ وياند کارين ژان پي ير، دغه خبره د پنجشنبې په ورځ شمالي کارولينای ايالت ته له جمهور رئيس جو بايدن سره په الوتکه کې د سفر مهال کړې ده. بايدن دغه ايالت ته، واکسين ته د امريکايانو د تشويق له پاره سفر کړی دی.

دغه خبر په داسي وخت کي اعلانيږي چي په پلان کي ده د افغانستان جمهور رئيس محمد اشرف غني او د ملي مصالحې عالي شورا رئيس عبدالله عبدالله نن د جمعې په ورځ په سپينه ماڼۍ کي له جو بايدن سره ملاقات وکړي.

جانسون او جانسون واکسين يوازي يو دوز لګول کيږي او ژان پي ير وويل چي دغه واکسين به راتلونکې اونۍ افغانستان ته انتقال کړای شي. د هغه په خبره امريکا متحده ايالات به دغه راز اکسيجن او نور طبي امکانات له افغانستان سره مرسته وکړي.

دغه درې ميليونه دوزه واکسين له هغو ۵۵ ميليونه دوزه واکسين څخه دي چي امريکا متحده ايالات يې له نورو هيوادونو سره کوي.

افغانستان همدا اوس د کرونا له دريمي څپې سره مخامخ دی. د دغه هيواد اکثره روغتونونه د اکسيجن او نورو طبي تجهيزاتو له کمښت سره مخامخ دي.

افغانستان تر اوسه پوري د روغتيا نړيوال سازمان د کو واکس پروګرام له لاري د آسترازنکا شرکت ۴۶۸ زره دوزه واکسينه تر لاسه کړي. پر دې سربيره هندوستان هم له افغانستان سره ۵۰۰زره دوزه د کرونا ضد واکسین مرسته کړې ده. چين هم په وروستيو کي ۷۰۰ زره کرونا ضد واکسين له افغانستان سره مرسته کړې ده.

(n.z/s.n (AP