امريکا خپله وروستۍ جنګي لوا د عراق څخه و ايستله
۱۳۸۹ مرداد ۲۸, پنجشنبهد چهار شنبې په ورځ د امريکا د پوځ څلورمه لوا«سټريکر» چي ۴ زره تنه دي د کويټ خوا سرحد څخه اوښتې ده.
د چهار شنبې په ورځ دغه ډول په عراق کي د جګړي فعاله برخه پای ته ورسېده.
د امريکا پوځ ۷ کاله د مخه پر عراق باندي په پوځي حملې سره د صدام حسين رژيم نسکوره کړی.
د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزارت ویاندفليپ کرولي دا يوه تاريخي شيبه بللې ده. خو په عراق کي يې د ماموريت د ختمېدو په اړه څه نه دي ويلي.
تر څه وخت د مخه پوري په عراق کي ۶۴ زره امریکايي عسکر ول. د هغوﺉ څخه يې چي د وتلو نېټه يې د اګست د مياشتي وروستۍ ورځ ده ۵۰ زره په عراق کي د هغه هيواد د امنيتي ځواک د روزلو او لکه څنګه چي په واشنګټن کي ويل کيږي د امريکا د علاقمندیو امنيت به ساتي.
د عراق څخه به ټول امریکايي عسکر د۲۰۱۱کال په پاي کي د جمهورريس اوباما له طرحي سره سم ووزي.
په عراق کي د جګړې د پيل څخه شاوخوا ۴۴۰۰ امریکايي عسکر وژل سوي دي.
د امريکا د جمهورريس بارک اوباما د پلان سره سم د عراق څخه د امريکايي عسکرو د ايستلو سره سم به په افغانستان کي خپل عسکر ۳۰ زره نور هم ډير کړي.
د افغانستان څخه د امريکايي عسکرو د وتلو بهير بايد د ۲۰۱۱ کال د جولای په مياشت کي پيل سي.
آژانسونه/ نجيب الله زيارمل
کتونکی: عبدالباري حکيم