1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستایران

امريکا ايران ته روسیې ته ډرونونو له ورکړې څخه خبرداری ورکړی

۱۴۰۱ تیر ۳۰, پنجشنبه

د امریکا د دفاع وزير ايران ته خبرداری ورکړی دی چې روسیې ته دې بې پېلوټه الوتکې نه ورکوي. نوموړي په دې تړاو د امريکا د ممکنه اقداماتو په اړه توضحات ور نه کړل، خو واشنکټن ويلي دي چې د ايران پر کړنو نظر لري.

https://p.dw.com/p/4ES0y
Deutschland Ramstein Air Base | Pressekonferenz US-Verteidigungsminister Lloyd Austin
انځور: Thomas Lohnes/Getty Images

د امريکا متحده ايالاتو د دفاع وزير لوېد اوستن او د دغه هيواد لوی درستیز جنرال مارک ميلي د چهار شنبې په ورځ په يوه خبري کنفرانس کې د ايران له خوا روسیې ته د اوکراين د جګړې په ترڅ کې د مرستې په توګه د بې پېلوټه الوتکو له ليږد څخه خبرداری ورکړی دی.

اوستن ايران ته سپارښتنه وکړه چې «دا کار ونه کړي» او زياته یې کړه: «زه فکر کوم چې دا په رښتيا يو بد نظر دی او ښه به دا وي چې ډډه ترې وشي.» اوستن د هغو اقداماتو په اړه جزيات ور نه کړل چې امريکا به یې د ايران له خوا د دې کار د مخنيوي په موخه ترسره کړي.

مارک ميلي هم همدا راز وويل چې امريکا به په دې اړه د ايران اقدامات څاري.

د امریکا د ملي امنيت مشاور جېک سوليوان د دوشنبې په ورځ ويلي ول چې د هغو معلوماتو په حواله چې امريکا په لاس راړوي دي، ايران دې ته چمتووالی نيسي چې په ډېره لنډه موده کې څو سوه بې پېلوټه الوتکې روسیې ته ورکړي. هغه زياته کړې چې په دې کې به هغه ډرونونه هم شامل وي چې د وسلو د انتقال وړتيا لري.

روسیه د اوکراين د جګړې له پاره نويو وسلو ته اړتيا لري. د روسیې پوځ ته د هغې وسلو له کبله زيان اوښتی دی چې لوېديځ په دې وروستيو کې اوکراين ته سپارلې دي.

امريکا په دې وروستيو کې داسې استخباراتي معلوماتو خپاري کړي چې احتمالاً روسي پلاوي ايران ته سفر کوي څو هلته جګړه ایزې بې پېلوټه الوتکې و ارزوي. دا په داسې حال کې ده روسیه هڅه کوي چې په اوکراين کې د لوېديځ د وسلو په مقابل کې خپل پوځي تجهیزات قوي کړي.

Wladimir Putin trifft Ali Khamenei und Ebrahim Raisi in Teheran
انځور: yjc

د روسیې ولسمشر ولاديمير پوتين د سه شنبې په ورځ تهران ته سفر کړی وو څو هلته د ايران او ترکیې له مشرانو سره درې اړخیزه ناسته ترسره کړي چې په اصل کې د سوریې د کړکیچ په اړه وه.

د دغې غونډې په څنډه کې د ايران روحاني مشر آيت الله علي خامنه يي له روسیې سره د «اوږد مهاله مشارکت» غږ وکړ. دا په داسې حال کې ده چې ايران تر دې دمخه د بې طرفه پاتيدو هڅه کړې وه او دغه هيواد د ملګرو ملتونو د هغه پريکړه ليک د تصويب پر وخت خپله رایه نه وه کارولې چې پر اوکراين د روسیې د يرغل د غندنې په موخه وړاندې شوی وو.

د امریکا له خوا د ايران پر غونډه پر نیوکو سربیره، د سي آې ای مشر بل برنس چې د يوه ديپلومات په توګه یې له ايران سره د اتومي تړون د رامنځته کولو په برخه کې هلې ځلې کړې وی او همدا راز په مسکو کې يې د امريکا د سفير په توګه کار هم کړی، ويلي چې ايران او روسیه په لومړي سر کې يوازې له دې کبله له يو بل سره نزدې شوي چې دواړه هيوادونه چې له بندیزونو سره مخامخ دي «غواړي له سياسي انزوا څخه را ووځي».

خو برنس د « Aspen Security Forum» په غونډه کې وويل: «که چېرې دواړه هېوادونو يو بل ته اړتيا هم ولري، دواړه پر يو بل په اصل کې له دې پلوه اعتبار نه کوي چې دواړه د انرژۍ په برخه کې رقیبان او تاريخي سيالان دي.»

کله چې له برنس څخه د رسنيو د هغو رپوټونو په اړه وپښتل شول چې وايي پوتين ناروغ دی، هغه وويل: «د ولسمشر پوتين د روغتيا په اړه ډېر ګونګوسي شته او تر کومه حده چې موږ ويلی شو هغه ظاهراً روغ بريښي.»

ب. ص/ ن. ز (AFP)