1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا او طالبانو د قسمي اوربند اعلان کړی

۱۳۹۸ بهمن ۲۵, جمعه

د امريکا د معلوماتو له مخې وسله والو طالبانو په افغانستان کې قسمي اوربند منلی دی. د متحده ايالاتو د دفاع وزير مارک اسپر، په بروکسل کې ويلي چې طالبانو غوښتل يوه اوونۍ زورزياتی لږ کړي، ترڅو د سولې خبرې ممکنې کړي.

https://p.dw.com/p/3XlAC
Brüssel NATO-Ministertreffen mit Generalsekretär Jens Stoltenberg
انځور: AFP/V. Mayo

د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۲۰م کال د فبروري میاشتې په ۱۳مه نیټه) د امریکا متحده ایالاتو دفاع وزیر مارک اسپر، په بروکسل کې په دې برخه کې څه ونه ویل چې اوربند به څه وخت پيليږي. اسپر وویل: »دا زموږ نظر دی چې د اوس وخت له پاره اوه ورځې کفایت کوي خو په ټولو موضوعاتو کې زموږ تګلاره به په شرایطو پورې تړلې وي او غواړم بیا یې ووایم چې هر څه په شرایطو پورې تړلي دي.«

خو د طالبانو يوه لوړپوړي چارواکي د چهارشنبې په ورځ د فرانسې خبري آژانس ته ويلي ول چې طالبان تيار دي چې له جمعې ورځې په افغانستان کې تاوتريخوالی کم کړي.

د امريکا متحده ايالاتو او وسله والو طالبانو ترمنځ د افغانستان د سولې په اړه خبرې د پرمختگ په حال کې دي. د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د چهارشنبې په ورځ په دغو خبرو کي «د پام وړ پرمختگ» خبره وکړه.

Katar Friedensgespräche für Afghanistan
انځور: picture-alliance/AP/Qatar Ministry of Foreign Affairs

د امريکا دفاع وزير اسپر، هم د پنجشنبې په ورځ په دغو خبرو کې د «پرمختگ» خبره وکړه. په بروکسل کې د ناټو د دفاع وزيرانو د پنجشنبې په ورځ د افغانستان پر وضعيت او له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو تر وتلو وروسته د احتمالي اغېزو په اړه خبرې وکړې.

بل لوري ته د پنجشنبې په ورځ په یوه رادیويي مرکه کې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ وویل چې امریکا او طالبان سولې ته د نیږدې کیدو په حال کې دي. ترمپ په دې مرکه کې وویل: »زه فکر کوم چې موږ ډیر نیږدې یو. زه فکر کوم چې یوه توافق ته د رسیدو له پاره ښه فرصت لرو او موږ به وګورو.« ترمپ له طالبانو سره د احتمالي توافق په هکله زیاته کړه چې دا په دې معنی نه ده چې موږ به یو توافق ولرو خو موږ به په راتلونکو دوو اونیو کې په دې خبر شو.

سربیره پر دې، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو، مونیخ امنیتي کنفرانس د تګ پرمهال خبریالانو ته وویل چې په تیرو ورځو کې له طالبانو سره په خبرو کې یو حقیقي پرمختګ شوی دی. ټاکل شوې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر به د آلمان په کوربتوب د مونیخ په کنفرانس کې له ولسمشر غني سره هم وګوري.

Belarus Minsk Flughafen | Mike Pompeo, US-Außenminister
انځور: Reuters/K. Lamarque

امریکا او طالبان د تیر یوه نیم کال راهیسې د قطر په پلازمینه کې د افغان سولې په هکله په مذاکراتو بوخت دي او اوس داسې بریښې چې دواړه لوري یوه توافق ته سره نیږدې شوي دي خو د توافق د رسمي لاسلیک په هکله تر اوسه پورې معلومات نه دي ورکړل شوي.