1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا او ايران په نژدې ختيځ کي د نوي جګړې پر درشل

۱۳۹۸ دی ۱۴, شنبه

د امريکا د متحده ايالاتو له خوا د قاسم سليماني وژنه يو جنګي عمل دی چي عواقب يې ناڅرګند دي. پوښتنه دا ده چي ايران به کله او په کومه لاره غچ واخلي او ايا دا چي په دې توګه به لوی اور ولګيږي که نه؟

https://p.dw.com/p/3Vhk5
Iran Revolutionsgarden in Teheran
انځور: Getty Images/AFP

په عراق کي د امريکا د متحده ايالاتو له لوري د ايران د قدس ځواکونو د قومندان قاسم سليماني او ملګرو وژنه ايران او د امريکا متحده ايالات په نژدې ختيځ کي د يو لوی بحران و درشل ته رسولي دي.

سليماني د استخباراتو يو ماهر، يو نظامي اجنټ او يو دپلومات ؤ. د نظر پوښتنو په حواله هغه په ايران کي يو له تر ټولو قدرتمنو او محبوبو شخصيتونو څخه ؤ. نوموړی په عراق، سوريه، يمن او د سيمي په نورو برخو کي د ايران د سياست مسئول ؤ.

د امريکا د حداکثر فشار پاليسي

د ايران او د امریکا د متحده ايالاتو تر منځ اړيکي لا کړکېچني سوې کله چي متحده ايالاتو په ۲۰۱۸ کال له هغه تړون څخه ووتل کوم چي د ايران د اتومي پروګرام په حواله د ملګرو ملتونو د امنيت د شورا د دايمي غړو، اروپايي اتحاديې او ايران تر منځ سوی ؤ.

په دې ترڅ کي متحده ايالاتو د ايران پر ضد نوي بنديزونه ولګول او د »حد اکثر فشار« پاليسي يې په داسي حال کي پر مخ بوتله چي پر دپلوماتيک دريځ يې هيڅ داسي ځای نه ؤ پرې ايښی چي د کړکېچ د سړولو لپاره د اړتيا پر وخت فعال سي.

تهران د خپل مهم قومندان سليماني په وژنه کي د امريکا له لوري تر سره سوی يو جنګي عمل ويني چي د تهران په نظر د امريکا د نورو »جنايي کارونو« له لړۍ څخه يو دی.

«ايران مجبور دی غبرګون وښيي»

د متحده ايالاتو د دفاعي چارو پخواني مرستيال وزير اندريو اېکسوم په «دي اتلانتيک» کي ليکي چي د سليماني وژنه «د جګړې معنی نه ورکوي او نه به يې له کبله جګړه رامنځ ته سي.» هغه وړاندي لیکلي چي البته «جګړه روانه ده.»

په تهران کي د شهيد بهشتي پوهنتون څخه حميد رضا عزيزي وايي چي که ايران د سليماني د وژنې وروسته د غچ په اخيستلو غبرګون ونه ښيي نو هم به په کور دننه کي او هم به په نړيواله توګه ځان شرمولی احساس کړي.

عزيزي زياتوي: «اسلامي جمهوريت د دغه هيواد په کور کي دننه د پياوړتيا خپل تعارف کړی او دښمنان يې کمزور معرفي کړي دي. که اوس اقدام ونه کړي نو به يې دغه دريځ زيانمن سي.» د عزيزي په وينا که تهران د سليماني د وژني په وړاندي غبرګون ونه ښيي نو ښايي د امريکا متحده ايالات او اسرائيل د ايران د لېوالتيا پر ضد خپل اقدامات دوه چنده زیات کړي. د هغه په وينا له دې کبله ايران د يو ډېر سخت انتخاب سره مخامخ دی.

«د ښکېلتيا اصول»

دا نه ده څرګنده چي ايران به کله، چيري او څنګه غبرګون وښيي. دا هم نه ده څرګنده چي ايا د ايران ممکنه غبرګون به د دې لامل سي چي د امريکا متحده ايالات لا زيات و نظامي بحران ته ورکش کړي که څنګه. دا په داسي حال کي چي ترمپ د سليماني وژنه يو ډول «وقايوي» عمل بللی او دا چي ګواکي غوښتل يې په دې کار سره د امريکا د متحده ايالاتو په وړاندي د ممکنه بريدونو مخه ونيسي.

د کوينسي انستيتيوت کارپوه ماکس ابراهم په شته اصولو کي د ماتېدنې حالت ويني. د هغه په فکر  د «د ښکېلتيا اصول» په نوم اصل زيانمن سوی دی. دا په دې معنی چي مخ په زیاتېدونکې توګه وقايوي بريدونو د ډارونې په مرسته د مخنيوي ځای نيولی دی. دا په داسي حال کي چي د ډارونې له لاري مخنيوي يو ډول ثبات رامنځ ته کړی ؤ. هغه زیاتوي چي د سليماني وژنه به په هيڅ توګه هم د ايران ځانګړي نظامي قوتونه ونه ډاروي. دغه کارپوه اټکل کوي چي ايران به يو شمېر غير موازي غبرګونونه وښيي.

د ايران ستراتيژي

د ايران د ستراتيژۍ په هکله ويل کيږي چي مخ په وړاندي دفاع يې تاکتيک دی. دا په دې معنی چي ايراني ځواک کوښښ کوي چي په ناڅاپه خپل اقدام سره د دښمن قوتونه حيران کړي او په دې توګه يې له خپلې خاوري څخه ليري وساتي. يعني ايران کوښښ کوي چي له خپلي خاوري څخه دباندي دښمن وځپي.

د امريکا د سمندري پوځ متقاعد جنرال پاول فان ريپر وايي چي بعضي وخت د ګڼ شمېر مارانو په پرتله د يو واحد لوی ايږ سره جګړه کول آسانه او د اټکل وړ وي. يعني ايران ښايي د مخامخ او مستقيم جنګ پر ځای نوري لاري غوره کړي.

پاول فان زياتوي چي البته دا هم يو حقيقت دی چي هره جګړه خپل ځان ته جلا تحرک لري او د نړۍ هيڅ دولت او حکومت په دقيقه توګه مخکي له مخکي د يوې جګړې پايلي او عواقب نه سي محاسبه کولای.
 

پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم (23.04.2015):