1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا استرالیا ته په اتومي وسلو سمبال اوبتل جوړوي

۱۴۰۰ شهریور ۲۵, پنجشنبه

امریکا، بریتانیا او استرالیا غواړي په هند سمندر کې يو امنيتي مشارکت تاسیس کړي چې دا به مرسته وکړي استرالیا اټومي اوبتل ته لاسرسی پیدا کړي. دغه خبره د متحده ایالاتو یوه لوړپوړي چارواکي د چهارشنبې په ورځ وکړه.

https://p.dw.com/p/40OP9
Shortfin Barracuda U-Boot
آرشیفانځور: picture-alliance/dpa/AAP/DCNS GROUP

د امريکا متحده ایالاتو دغه لوړ پوړي چارواکي په هند سمندر کې د دغه امنيتي مشارکت د ایجاد خبره داسې وخت کې کړې چې چين په سیمه کې د خپل نفوذ پر پراخلي لګیا دی.

چارواکو خبریالانو ته ویلي دي چې دغه مشارکت به د چهارشنبې په ورځ د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر، جو بایدن، د بریتانیا صدراعظم، بوريس جانسون او د استرالیا صدراعظم، سکات مريسون له خوا اعلان شي. د چارواکو په خبره له دغه اعلان سره به متحده ایالات استراليا ته داسې تکنالوژي او امکانات برابر کړي چې ورباندې په اټومي ځواک سمبال اوبتل په اختيار کي ورکړل شي.

چارواکو ټينګار وکړ چې دغه اقدامات داسې وخت کيږي چې واشنګتن او د هغه متحدين يې په سیمه کې د چین د مخ په ډيریدونکي ځواک او نفوذ ضد لارې چارې لټوي.

Premier Johnson and U.S. Präsident Biden beim G7-Treffen in Cornwall
د بریتانیا صدراعظم بوریس جانسون او د امریکا ولسمشر جو بایدنانځور: Toby Melville/Reuters

دوی زیاته کړه چې اوبتلونه به په اټومي وسلو سمبال نه وي، خو د استراليا سمندري ځواکونو ته به د دې اجازه ورکړي چې د اوږدمهاله له پاره لا په آرامه توګه عمل وکړي او د هند په اقیانوس کې د توقیف کولو او احتمالي حملو د مخنيوي امکانات په اختيار کې ولري.

چارواکو په دې اړه وويل: «دا یو تاريخي اعلان دی. دا د هند اقیانوس په سیمه کې د امن او ثبات د تامين او د یو لا ځواکمن مشارکت د جوړیدلو له پاره د بایدن د ادارې عزم منعکس کوي.»

خو استرالیايي رسنیو بیا ويلي دي، داسې ښکاري چې دغه مشارکت دې د استرالیا هغه هڅې پای ته ورسوی چې په پام کې وو یو فرانسوی شرکت استرالیا ته د ۴۰ میلیارده ډالرو په ارزښت يو نوی اوبتل جوړ کړي. استرالیا غوښتل د خپل يو پخواني اوبتل پر ځای چې څه باندې دوه لسیزې زوړ دی، دغه نوی اوبتل جوړ کړي.

فرانسې د پنجشنبې په ورځ د امریکا د ولسمشر، جو بایدن دغه اقدام په سختو ټکو غندلی او دا يې د شا له خوا د چړې ګوزار ښودلی دی. فرانسې د بایدن دغه اقدام د امریکا د مخکينی ولسمشر دونالد ترمپ هغه اقدام ته ورته بللی چې پاریس يې له استرالیا سره د اوبتلونو له پاره له یو ګټور لاسلیک شوی دفاعي تړون څخه شاته وواهه.

رويټرز ليکي چې د فرانسې د بهرنيو چارو وزير، جان-ایو لو دریان، د پنجشنبې په ورځ وويل: «دغه ظالمانه، یو اړخيز او د نه تصور وړ تصمیم، ما ته ډير څه را یادوي چې ښاغلي ترمپ يې د کولو عادت درلود.» لو دریان زیاته کړه: «زه غوصه او دردمن شوی یم. د متحدینو په منځ کې نه باید داسې وشي.»

Libanon Beirut | Beziehung Frankreich | Jean-Yves Le Drian
د فرانسې خارجه وزیر، ژان-ایو لو دریان انځور: picture-alliance/AP Photo/B. Hussein

استراليا په ۲۰۱۶م کال کې د فرانسې کشتۍ جوړونې ناول ګروپ، د ۴۰ میليارده ډالرو په ارزښت د یو نوي اوبتل د جوړیدو له پاره انتخاب کړی وو.

دا په داسې حال کې ده چې د استراليا دفاع او بهرنيو چارو وزیرانو دوې اوونۍ مخکې هم له فرانسې سره د دغه تړون پخلی کړی وو او تر دې مخکې په جون میاشت کې د فرانسې ولسمشر، امانوئيل ماکرون د استرالیا له صدراعظم سره په کتنه کې له دغه هیواد سره په راتلونکو لسیزو کې د همکاريو خبره کړې وه.

خو اوس د فرانسې د بهرنيو چارو وزیر وويل: «دا له شانه د چړې ګوزار دی. موږ له استرالیا سره د اعتماد اړيکي رامنځته کړې، خو دغه اعتماد مات شو.»

خو بایدن د چهارشنبې په ورځ وويل چې فرانسه به «د هند اقیانوس په سیمه کې د یو مهم ملګري په توګه» پاته وي.

د استرالیا صدراعظم هم په یوه اعلامیه کې ويلي دي چې استراليا هیله منده ده چې له فرانسې سره په «نژدې او مثبتې توګه» خپل کار ته ادامه ورکړي. موريسون زیاته کړې: «فرانسه د استرالیا او هند اقیانوس له پاره يو مهم ملګری او شريک دی.»