1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستسومالیا

امريکايي ځواکونو په سوماليا کې د داعش مهم مشر وژلی دی

۱۴۰۱ بهمن ۷, جمعه

د پنتاګون چارواکو ويلي دي چې بلال السوډاني په ځانګړو پوځي عملياتو کي وژل شوی دی. دوی ويلي دي چي هغه د داعش ډلي د پراخيدو له پاره «مهم اسانتيا برابرونکی» وو.

https://p.dw.com/p/4MlzQ
Deutschland Ramstein | US-Verteidigungsminister Lloyd Austin
انځور: Michael Probst/AP Photo/picture alliance

د پنتاګون چارواکو ويلي دي چې بلال السوډاني په ځانګړو پوځي عملياتو کي وژل شوی دی. دوی ويلي دي چي هغه د داعش ډلي د پراخيدو له پاره »مهم اسانتيا برابرونکی« وو.

د امريکا د دفاع وزير لوېد آستن وويل چې په سوماليا کې د داعش دا سيمه ایز مشر د دغي ډلې د نړيوالې شبکې له پاره هم يو ډېر مهم کس وو.آيا رښتيا هم داعش په افغانستان کي ځپل شوی؟

آستن د يوې اعلاميې په ترڅ کې زياته کړې: «دا عملیات امريکا او د هغه متحدين لا پسې خوندي کوي او دا زموږ د هغه هوډ ښکاروندوی هم کوي چې موږ یې په هېواد کې دننه او دباندې د ترهګرۍ له خطر څخه د امريکايي وګړو د ساتنې له پاره لرو.»

د عملياتو په اړه نور جزيات

د امريکا د دفاع وزير وويل چې ولسمشر جو بایدن د دې عملياتو د ترسره کولو امر کړی وو، چې د چهار شنبې په ورځ ترسره شول.

د امريکايي چارواکو په حواله بلال السوډانی او د داعش نور لس جنګیالي هغه وخت ووژل شول کله چې د امريکايي ځواکونو يوه ځانګړې قطعه د هغوی د نيولو له پاره د سمڅو يا غارونو دغه کمپليکس ته ننوتله.

آستن وويل چې د دې عملياتو پر وخت ملکي وګړو ته هیڅ مرګ ژوبله نه ده اوښتې. اسوشيتد پريس خبري آژانس د يوه امريکايي چارواکي په حواله وويل چې د دې عملياتو پرمهال يوه سپي يو امريکايي عسکر داړلی دی.

بلال السوډاني څوک دی؟

د رسنيو په رپوټونو کې د امريکايي چارواکو له قوله ويل شوي دي چې السوډاني به د په اصطلاح «اسلامي دولت» يا داعش ډله کې تر شامليدو دمخه له القاعدې سره د تړاو لرونکې ډلې الشباب له پاره جنګيالي جذبول او روزل.

د معلوماتو په حواله نوموړی په داسې حال کې چې په افريقا کې یې د داعش له پاره فعاليت کاوه، په افغانستان کې یې هم د دغي ډلې د مالي ملاتړ په چارو کې ښکیل وو.

آستن وويل چې السوډاني په افريقا او افغانستان کې د داعش د حضور د لا پياوړي کولو ترڅنګ په نړيواله کچه هم د دې ډلې د مالي ملاتړ مرستو مسئول هم وو.

ب. ص/ ن. ز (AFP, Reuters)

زموږ له آرشيف څخه: