امريکايي سرتيرو د ځان وژنو د پيښو زياتوالی
۱۳۹۱ دی ۲۶, سهشنبهدغو څرگندونو ته په کتو سره د امریکايي سرتيرو نو د ځان وژني شمېر تر هغه ډير دئ لکه د افغانستان په جنگ کي چي وژل سوي دي.
د امریکا متحده ايالات رسمي شمېرې د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د جنورۍ ۱۴) ښيي چي په تير ۲۰۱۲ کال د دغه هيواد په امنيتي ځواک کي ۳۴۹ تنو سرتيرو خپل ژوند په خپله ختم کړی دئ.
دې شمېرو ته په کتو سره نو د امریکا په امنيتي ځواک کي د ځان وژني قربانۍ تر هغه ډيري دي لکه د افغانستان په ماموريت کي.
په ۲۰۱۱ کال کي د دغه هيواد په امنيتي ځواک کي ۳۰۱ تن خپل ژوند ته په خپله خاتمه ورکړې وه.
د متحده ايالاتو پوځ او دولت له ډير وخت راهيسې په دې تلاښ کي دئ، چي د بېلابېلو پروگرامونو له لاري د دغه هيواد په امنيتي ځواک کي د ځان وژنو د پيښو مخنيوي وکړي.
دا تر اوسه پوري نه دي معلومه چي د دغه هيواد په امنيتي ځواک کي ځان وژني ولي ډيريږي.
د ځان وژنو د دغه پيښو په اړه داسي احتمال کيږي، چي په نورو هيوادو کي سخت جنگي ماموريتونه کيدای سي د سرتيرو د رواني ناروغيو سبب وگرځي، په افراطي ډول د مخدره موادو استعمال او الکول څښلو ته مخه کړي.
ويل کيږي چي د هغو سرتيرو په منځ کي د طلاق پيښي هم ډيري سوي دي، چي په نورو هيوادو کي ئې په سختو جنگي ماموريتو کي برخه اخيستې وي.
د امريکا متحده ايالاتو د اردو استازو دې ته اشاره کړې ده، چي اوس هم تر ملکي خلکو په پوځ کي د ځان وژني پيښي لږ دي.
د دوی د شمېرو له مخي په ۲۰۱۰ کال کي په ملکي خلکو کي له ۱۷ څخه تر۶۰ کلنۍ پوري نارينه وو په سلو زرو کي ۲۵ وه چي دغه شمېره بيا په پوځ کي په سلو زرو کي ۱۷،۵وه.
دا په داسي حال کي ده، چي څه موده مخکي هم داسي راپورونه خپارل سول، چي د افغانستان او عراق په جگړو کي ونډه اخيستونکي يو شمېر سرتيري په رواني ناروغيو اخته سوي دي.